د لاس رسي وړ اتصالات

په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې ۷۵۰۰ ماشومان له واکسين څخه پاتې شوي 


د پکتيا په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې د تېر کمپاين پرمهال څه دپاسه۷ زره ماشومان د ګوزڼ له واکسين څخه پاتې شوي دي.

د پکتيا ولايتي روغتيايي مسؤلين وايي، چې دا ستونزه په دغه ولسوالۍ کې د روغتیايي رضاکارانو د ګمارنې پرسر د سیمې د خلکو ترمنځ د رامنځته شوي جنجال له کبله رامنځته شوې ده.

د پکتيا د عامې روغتيا رئيس ډاکټر ولايت خان احمدزي امریکا غږ اشنا ته وويل، د تېرې اوونۍ د ګوزڼ ضد واکسين د کمپاين پرمهال په ياده شوې ولسوالۍ کې نږدې ۷۵۰۰ ماشومان د پوليو له واکسين څخه پاتې شول.

هغه وویل "دا ستونزه د روغتیايي کارکوونکو په سر کله کله رامنځته کېږي. د سيمې ځينې اوسېدونکي وايي چې پلانی دې وي او پلانی دې نه وي. په دې کې يو شمېر کسان د WHO له خوا نه مقرر شوي دي، دا مشکل مخکې په زرمت کې و خو هلته مو دا ستونزه حل کړې ده."

که څه هم ډاکټر ولايت خان احمدزی وايي، چې دا ستونزه به ژر هواره کړي، خو د سيمې ځينې اوسېدونکي اندېښمن دي، چې په وروستي کمپاين کې يې ماشومان د ګوزڼ ضد واکسين څخه محروم شول.

د وزې ولسوالۍ يو اوسېدونکي بيت الله له اشنا راډيو سره په خبرو کې د روغتيا په برخه کې له افغان مسؤلينو وغوښتل، چې ياده شوې ستونزه ژر هواره او ماشومان يې واکسين کړي.

ده وويل"دا يوه، يوه نيمه مياشت کېږي چې واکسين زموږ سيمې ته نه دي راغلي. موږ د واکسين له مسوولينو دا غوښتنه لرو چې ستونزه زر حل کړي او زموږ ماشومانو ته واکسين ورکړي."

د روغتيا پالانو په وينا د يوې سيمې د ماشومانو نه واکسينول سربېره پردې چې د دغې سيمې د ماشومانو روغتيا ته جدي خطر پېښوي، د نورو سيمو د ماشومانو روغتيا هم ګواښي.

د دوی ټينګار دا دی، چې په بشپړ ډول ګوزڼ ناروغۍ د خپرېدو د مخنيوي او له منځه وړلو لپاره لازمي ده، چې د هر کماپن پرمهال د ټولو سيمو ماشومانو ته د خولې له لارې د پوليو ضد واکسين تطبيق شي.

XS
SM
MD
LG