د لاس رسي وړ اتصالات

پولیو واکسین د” نسل کمولو“ لامل نه کیږي – د روغتیا وزیر


د افغانستان د روغتیا وزیر وايي طالبانو هوکړه کړې ده چې په جوماتونو کې به ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین کولو اجازه ورکوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر، فیروزالدین فیروز، وايي هغه شاوخوا اته سوه زره ماشومان چې د وسله والو طالبانو د مخالفت له کبله د پولیو واکسین نه محرومه کیدل، لدې وروسته به د یوه جوړجاړې له مخې واکسین شي.

ښاغلي فیروز د چهارشنبې په ورځ وویل چې په کورونو کې د ماشومانو د واکسینولو پر ځاې به لدې وروسته پهجوماتونو او د واکسین په سیمیزو مرکزونو کې ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین وشي.

طالبان چې د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو په خلاف په افغانستان کې جنګیږي او له افغان حکومت سره د سولې هر ډول خبرې نه مني، د پولیو د واکسین پر سر یې د سیمیزو مخورو په منځګړیتوب له عامې روغتیا وزرات سره دغه جوړجاړی کړی دی.

د افغانستان د روغتیا وزیر دغه راز وویل چې په ځینو سیمو کې داسې ناسمې انګیرنې وې چې ګواکې د پولیو واکسین د "سل کمولو" لپاره کارول کیږي، خو نوموړي ډاډ ورکړ چې دغه واکسین یوازې له فلج کیدلو نه ماشومان ژغوري او بل هیڅ ډول جانبي تاثیرات نلري.

پولیو یا د ماشومانو د عمري فلج کیدلو وبا د نړۍ په نږدې ټولو ولسونو کې له منځه تللې، خو یوازې په افغانستان او پاکستان کي تر ډېره د پښتنو په سیمو کې لا هم ماشومان کړوي. پولیو ته اوسمهال "د پښتنو ناروغي" هم ویل کیږي. د کندهار، هلمند، ارزګان، ننګرهار، کونړ او پکتیا په ګدون د افغانستان په سویل او خیتځو ولایتونو کې تیر میلادې کال د پولیو ۲۱ پیښې تایید شوې.

XS
SM
MD
LG