د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما د سولې په مذاکراتو کې د ښځو 'بشپړه گډون' غواړي


یوناما: 'افغان مېرمنو ته دې په ټولو سیاسي برخو کې ګډون او صلاحیت ورکړل شي'
یوناما: 'افغان مېرمنو ته دې په ټولو سیاسي برخو کې ګډون او صلاحیت ورکړل شي'

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر «یوناما» وايي افغان مېرمنو منو ته په سیاسي او ټولنیزو برخو کې پاملرنه نه کیږي او له یو ډول محرومیت سره مخامخ دي.

ملګري ملتونه پر داسې مهال په دې اړه اندېښنه ښيي چې نن یکشنبه د «مارچ ۸مه» د ښځو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر له افغان مېرمنو څخه د ملاتړ په هدف یاده ورځ په دغه نړیوال شعار"زه د برابرۍ نسل یم، د ښځو حقوق په رسمیت پېژندل" سره لمانځي.

د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو په خپل پیغام کې زده کړو، روغتیايي خدماتو او کار کولو ته د افغان مېرمنو پر لاس رسي ټینګار کړی دی او ویلي یې دي چې افغان میرمنو ته باید په ټولو سیاسي پرېکړو کې ګډون او صلاحیت ورکړل شي.

ښاغلي یاماموتو زیاته کړې چې: "د یوې ټول شموله او سوله ییزې ټولنې د رامنځ ته کولو لپاره، اړینه ده چې افغان میرمنې زده کړو، روغتیایي خدماتو او مناسب کار ته لاس رسی ولري، او له پارلمان څخه د سولې ترمیزه پورې د تصمیم نیونې په ټولو سیاسي برخو کې بشپړاستازیتوب ولري."

هغه ویلي: "د افغان ښځو لپاره باید دغه وضیعت بدلون ومومي او د یوه ملت په توګه دا د افغانستان په ګټه دی."

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر هم نن یکشنبه د مارچ اتمې په مناسبت ویلي چې د افغانستان دولت د سولې بهیر په هر ډول سیاسي هوکړه کې د افغان ښځو فعاله ونډه اړینه او لازمي ګڼي.

پر همدې مهال د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم وايي، په بین الافغاني مذاکراتو کې د افغان ښځینه استازو ځواکمن ګډون ته ژمن دي.

ښاغلي خلیلزاد تېره ورځ د افغان ښځینه متشبثینو له استازو سره تر لیدنې وروسته پر خپل ټوېټر لیکلي:"موږ دغه راز په بین الافغاني مذاکراتو کې د ښځینه استازو ځواکمن ګډون ته ژمن یو. ټول افغانان باید د ګډ کار لپاره چمتو وي – زموږ له ملاتړ سره – چې د افغانستان لپاره داسې راتلونکې غوره کړي چې د ښځو د ونډو او حقونو په تړاو د پیژندل شوو نړیوالو ارزښتونو درناوی وکړي."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم تېره ورځ د ولسي جرګې د ۱۷ مې تقنیني دورې د پرانسیتې مراسمو کې د وینا پر مهال له ولسي او مشرانو څخه وغوښتل چې د مصلحتي عالي شورا لپاره اووه تنه غړي ور معرفي کړي چې درې تنې ښځې او پنځه یې نارینه وي.

XS
SM
MD
LG