د لاس رسي وړ اتصالات

له ښځو سره د تاوتریخوالي عاملینو د مجازاتو معافیت دي ختم شي - یوناما


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالي یا یوناما وايي، افغان حکومت باید د ښځو پر وړاندې د جنسي او جنسیتي تاوتریخوالي د ختمولو او د تر سره کوونکو د «معافیت» د له منځه وړلو په برخه کې نورې هڅې هم تر سره کړي.

یوناما د دوشنبې په ورځ د «نومبر پر ۲۵مه» د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالې د پای ته رسېدو د ورځې په مناسبت اعلامیه کې ویلي، که څه هم په افغانستان کې د ښځو د حقوقو په برخه کې کارونه شوي، خو زیاتوي، چې د جنسي او جنسیتي معافیت په اړه چې «زبرزنا، ځورونه او کړونه پکې راځي باید پای ته ورسېږي.

په دغه بیان کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ د مشر تدامیچي یماموتو له قوله راغلي: "د جنسیت پر بنسټ ولاړ تاوتریخوالي عادي والی زیاتیدل باید پای ته ورسیږي."

نوموړي د جنسي او جنسیتي تاوتریخوالي په وړاندې جدي مبارزه له دوامداره پرمختیا او سولې په برخه کې د افغانستان لپاره مهم بللي دي.

یوناما ویلي، چې دغه ډول تاوتریخوالی د ښځو بشري حقونه اغیزمنوي او هغوی ته د پېغور، تبعیض او روحي ځوریدو سبب ګرځي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې استازې، الیتا میلر هم ویلي، چې ګڼ شمېر افغان مېرمنې لاهم د نابرابرۍ ترڅنګ له بشري حقونو څخه په پراخه کچه سرغړونې او دوامداره تاوتریخوالی تجربه وي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم روانه اونۍ پخپل راپور کې وویل، چې روان کال د افغان مېرمنو په وړاندې د تاوتریخوالې پېښو کې ۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

دغه کمېسیون وویل، چې په ۱۳۹۸ کال کې د ښځو په وړاندې د تاوتریوالې ۲۷۶۲ پېښې ثبت کړي، چې ۸۶۱ پيښې د فزیکي تاوتریخوالي، ۱۳ پیښې د جنسي تیري، ۴۸۵ پیښې د اقتصادي تاوتریخوالي، ۱۰۱۴ لفظي تاوتریخوالي او د سیاسي فعالیتونو کې د ګډون د مخنیوي څو پیښې هم په کې شاملې دي

XS
SM
MD
LG