د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ټاکنو د "قربانیانو یو په درېیمه برخه ماشومان" وو


ملګرو ملتونو پر انتخاباتو د طالبانو بریدونه غندلي دي
ملګرو ملتونو پر انتخاباتو د طالبانو بریدونه غندلي دي

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ټاکنو اړوند تاوتریخوالي په اړه تازه معلومات خپاره کړي دي.

یوناما د سه شنبې په ورځ (اکتوبر۱۵) په خپل راپور کې ویلي دي چې د انتخاباتو د ګډوډولو لپاره د طالبانو په بریدونو کې ۸۵ تنه ملکیان وژل شوي او ۳۷۳ نور ملکیان ژوبل شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې په دغو کسانو کې یوازې ۲۸ تنه د ټاکنو په ورځ په بریدونو کې وژل شوي او ۲۴۹ نور ژوبل دي. یوناما وايي د انتخاباتو پر بهیر د طالبانو په بریدونو کې د ملکي قربانیانو یو په درېیمه برخه یې ماشومان وو.

دغه سازمان ویلي چې د طالبانو په دغو بریدونو کې" ۵۷ افغان سرتېري هم وژل شوي او ۹۶ نور ټپیان" شوي دي.

په دغه اعلامیه کې د یوناما د مشر تدامیچي یاماموتو له قوله ویل شوي:"ډیر افغانان په داسې حال کې چې د بریدونو له ګواښ سره مخامخ وو خپله رایه یې ورکړه، چې زه ددغه زړور عمل ستاینه کوم."

طالبانو ادعا کړې وه چې څه باندې ۳۰۰ بریدونه یې کړي دي. ملګرو ملتونو پر ټاکنو او ټاکنیزو چارو باندې د طالبانو بریدونه غندلي او ویلي دي چې دا انتخاباتي یو ولسي او غیرنظامي بهیر دی چې باید هدف نشي.

طالبانو ګواښ کړی و چې د افغانستان انتخابات به ګډوډوي، خو د هغوی له ګواښونو او بریدونو سره سره بیا هم په افغانستان کې انتخابات وشول.

د افغانستان د کورنیو چارو مرستیال وزیر خوشحال سعادت د ټاکنو په ورځ امریکا غږ ته وویل چې طالبانو شاوخوا ۸۰ کوچني او لوی بریدونه کړي دي.

په ټاکنو کې شاوخوا ۱۵ کسان کاندیدان وو او د ابتدايي شمېرو په اساس شاوخوا ۲.۷ میلیونه خلکو رایه ورکړې ده. ټاکل شوې چې د تلې په ۲۸ نیټه د دغو ټاکنو ابتدايي پایلې اعلان شي.

XS
SM
MD
LG