د لاس رسي وړ اتصالات

غني ویلز سره لیدنه کې: د ټاکنو کمېسیون خپلواکۍ او پرېکړو ته باید احترام وشي


ولسمشر غني له الیس ویلز سره د لیدنې پرمهال
ولسمشر غني له الیس ویلز سره د لیدنې پرمهال

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سې شنبه د اکتوبر پر ۱۵مه «تلې ۲۳مه» په ارګ کې د مرکزي او جنوبي اسیا لپاره د امریکا له ځانګړي استازي الیس ویلز سره لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون خپلواکۍ او پرېکړو ته باید احترام وشي.

ارګ په یوې اعلامیې کې ویلي، چې الیس ویلز افغانستان ته د سفر پر مهال نن تر غرمې مخکې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ولسمشر غني سره پر ټاکنو، د سولې بهیر، سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو او امنیتي مسائلو خبرې وکړې.

دا د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو تر پای ته رسېدو وروسته لومړۍ پوړې امریکايۍ چارواکې ده چې افغانستان ته سفر کوي.

د ارګ په اعلامیه کې د ښاغلي غني له قوله ویل شوي:"د ټاکنیزو کمیسیونونو خپلواکي او پرېکړو ته باید درناوی وشي. د ټاکنیزو کمېسیونونو له لوري د نتایجو تر اعلان وړاندې باید هیڅ نوماند د بریالیتوب ادعا ونه کړي."

که څه هم د ټاکنو د پایلو اعلان ته لا څو ورځې پاتې دي، خو د محمد اشرف غني په مشرۍ «دولت ساز» او د عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همپالنې» ټېمونو په دغو ټاکنو کې د خپلو بریاو ادعاوې کړي دي.

تر دې مخکې الیس ویلز هم ویلي چې افغان نوماندان دې په ټاکنو کې د خپلو بریاو په اړه له وړاندوینو څخه ډډه وکړي او زیاته کړې وه چې د پایلو د اعلان صلاحیت یوازې ټاکنیز کمېسیونونه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز په نننۍ کتنه کې ولسمشر غني ته د ټاکنو د تر سره کېدو د مبارکۍ د ویلو تر څنګ ټاکنې د ولسواکۍ بنسټونو د تحکیم لپاره مهمې او ارزښتناکې بللې دي.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د روانې تلې میاشتې په شپږمه وشوې چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له‌مخې تر نن سه شنبه غرمې پورې د ۷۹.۴ په ۱۰۰کې د رایو ورکوونکو معلومات له بایومیټریک څخه مرکزي سرور ته داخلي شوي دي. دغه بهیر به بشپړ شي.

ټاکل شوې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې پر ۲۷مه او وروستۍ پایلې د عقرب یا لړم میاشتې پر ۱۶مه نېټه اعلان شي.

XS
SM
MD
LG