د لاس رسي وړ اتصالات

تخار کې طالبانو سره نښته کې د محلي اردو ۱۹سرتیري وژل شوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د تخار سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې له طالبانو سره نښته کې د محلي اردو ۱۹ سرتیري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري نن دوشنبه اپرېل۲۰ (ثور لومړۍ)امریکا غږ ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه په خواجه غار ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه په سیمه کې د محلي اردو پر پوستو بریدونه وکړل چې څو ساعتونه یې دوام درلود.

هغه وویل: "تېره شپه د خواجه غار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د محلي اردو او دولت وسله والو مخالفینو «طالبانو» ترمنځ نښته رامنځته شوې، په نتیجه کې ۱۹ محلي اردو وژل شوي او پنځه ټپیان دي."

ښاغلي هجري زیاته کړه چې تازه دمه ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او حالت بیرته ارام شوی دی.

پر همدې مهال د افغانستان دفاع وزارت هم په یوې اعلامیې کې ویلي دغه برید چې د خواجه غار ولسوالۍ د «هوا پيژندنې تپې» په سیمه کې شوی د محلي اردو ۱۷ سرتیري وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت ویلي چې طالبانو ته یې هم درنه مرګ ژوبلې اړولې ده.

ځینو سیمه ییزو سرچینو بیا ویلي چې د یاد برید پرمهال د محلي اردو یو شمېېر سرتیري ورک شوي هم دي.

تېره میاشت هم په یاده سیمه کې د طالبانو په برید کې یو شمېر افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

تېره ورځ د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ په دالان سیمه کې هم د وسله والو طالبانو په برید کې ۹ سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي او اوه نور ټپيان شوي وو.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

یاده مرګ ژوبله په داسې مهال رامنځته کیږي چې د کرونا ویروس خپرېدو په هدف د اروپايي ټولنې په ګډون ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د ښکېلو غاړو ترمنځ د اوربند ټینګېدو غوښتنه کړې ده.

تېره ورځ د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا وویل که په دغه هیواد کې اوربند ټینګ نشي د کرونا ویروس له امله به ناورین رامنځته شي.

XS
SM
MD
LG