د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو کندز کې پر افغان ملي اردو بریدونه کړي


د کندز د سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د طالبانو په برید کې یو شمېر افغان امنتیتي او دفاعي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندز د ولایتي شورا مرستیال صفی الله امیري نن چهارشنبه مارچ ۳«کب۱۴مه» امریکا غږ ته وویل چې طالبانو تېره شپه د کندز ښار په دریمه او څلورمه امنیتي حوزه کې بریدونه کړي چې پر مهال یې ۱۶ ملي اردو سرتېري او څلور سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

ښاغلي امیري زیاته کړه"طالبانو تېره شپه په دریمه حوزه کې د باغ شرکت په نوم سیمه کې بریدونه وکړل چې تر سهار څلورو بجو یې دوام وکړ، بدبختانه په دغه بریدونو کې ۱۶ ملي اردو شهید شوي او په څلورمه امنیتي حوزه کې هم برید کړی څلور سیمه ییز پولیس وژل شوي دي."

افغان امنیتي چارواکي هم په کندز کې د طالبانو په برید کې افغان سرتیرو ته د مرګ ژوبلې اوښتل تائیدوي، خو د کره شمېر په اړه یې ناخبري ښيي.

په کندز کې د ملي اردو د ۲۱۷ پامیر زون ویاند هادي جمال امریکا ته وویل چې په دغه برید کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو په دې اړه یې نور جزئیات ورنه کړل.

پر همدې مهال د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې په دغه برید کې ۱۰ وسله وال طالبان او اووه افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کندز چارواکي وايي، دا د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي کمېدو اونۍ تر پای ته رسېدو وروسته په دغه ولایت کې د طالبانو لومړنۍ حمله وه.

کندز په شمال کې د افغانستان له ناامنه ولایتونو څخه دی چې تر دې مخکې دوه ځله د طالبانو لخوا د څو ورځو لپاره ونیول شو.

داسې هم ویل کیږي چې تېره شپه طالبانو د بدخشان ولایت په څو ولسوالیو کې هم بریدونه کړي، خو تر دا مهاله یې د مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG