د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ښار کې نهه معتادین په ډزو وژل شوي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د کابل د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، ناڅرګندو کسانو د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې نهه معتادین وژلي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز نن یکشنبه «سلواغې۲۷مه» وویل چې یاد معتادین تېره شپه ۸ بجې د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د «دامنه کوه قرغ» سیمه کې په ډزو وژل شوي دي.

تر دا مهاله د یادې پېښې انګېزه معلومه نه ده، خو وايي چې وژل شوي کسان د کابل عدلي طب ته انتقال شوي او پولیسو یې په اړه پلټنې پیل کړي دي.

که څه هم تر دې مخکې به په ژمې کې د سړې هوا له امله د معتادینو د مړه کېدو راپورونه ورکول کېدل، خو دا لومړی ځل دی چې نهه معتادین د ناڅرګندو کسانو لخوا په ډزو سره وژل کیږي.

په افغانستان کې د نشه يي توکو د روږدو کسانو د شمېر په اړه تازه سروې نه ده شوې، خو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمنو سره د مبارزې «UNODC» ادارې د سروې له مخې په دغه هیواد کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر دری نیم میلیون ښودل شوی و.

XS
SM
MD
LG