د لاس رسي وړ اتصالات

د څرخي پله په زندان کې د معتادینو د درملنې مرکز پرانیستل شو


د څرخي پله په زندان کې د معتادینو د درملنې مرکز پرانیستل شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:45 0:00

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، چې د افغانستان د څرخي پله په زندان کې شاوخوا ۱۳۰۰ بندیان په نشه‌يي موادو روږدي دي.

د عامې روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ (چنګاښ ۱۶مه) په دغه زندان کې د نشه‌يي موادو د معتادینو د درملنې یو مرکز پرانیست.

دا مرکز په یو وخت کې د شلو کسانو د درملنې ظرفیت لري او په جوړولو یې ۵۰۰زره امریکايي ډالر لګښت راغلی دی.

په څرخي پله زندان کې یو شمیر معتادین وايي، چې په زندان کې دننه هم ورته د ځینو کسانو او پایوازانو له خوا مخدره مواد رسیږي، خو د زندان مسولین دا ادعاوې ردوي.

د څرخي پله زندان د افغانستان تر ټولو لوی زندان دی، چې د کورنیو چارو وزارت د شمیرو له مخې څه باندې ۱۰زره او سل بندیان په کې ساتل کیږي.

XS
SM
MD
LG