د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني د سولې لپاره "نوی شرط او پلان" اعلانوي


افغان چارواکي‌وايي ښاغلی غني به بله میاشت ترکیه کې په یوې غونډې کې دا پلان اعلانوي
افغان چارواکي‌وايي ښاغلی غني به بله میاشت ترکیه کې په یوې غونډې کې دا پلان اعلانوي

دریو لوړ پوړیو افغان چارواکو ویلي دي چې ولسمشر محمد اشرف غني «پلان لري» چې په را روانو شپږو میاشتو کې د «جمهوري ریاست لپاره نوي انتخابات» اعلان کړي.

د رویټرز خبري اژانس د دغو افغان چارواکو له خولې، چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، لیکلي دي چې دا د ولسمشر غني د سولې نوی پلان دی.

راپور وايي ولسمشر غني به راتلونکې میاشت په ترکیه کې په یوه نړیواله غونډه کې خپل دا پلان اعلانوي او په دې سره به داسې ښکاره کوي‌ چې د امریکا له لوري د انتقالي حکومت پلان او وړاندیز ردوي.

یو لوړ پوړي افغان چارواکي ویلي دي: «د امریکا د پلان په مقابل کې چې موږ د استانبول په غونډه کې کوم پلان مخې ته کوو، په هغه کې له وخته مخکې انتخابات کیږي، خو په دې شرط چې طالبان په اوربند موافقه وکړي.»

بل افغان چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي: «ولسمشر به هېڅکله هم د واک په پرېښودو موافقه ونکړي. آینده حکومت باید د دموکراتیک بهیر له لارې جوړ شي نه د سیاسي معاملې له لارې.» دغه اژانس د یو بل افغان چارواکي له خولې هم ویلي دي چې ولسمشر غني د خپلې «لارې نقشه» له ښاغلي خلیلزاد سره هم شریکه کړې ده.

د ارګ یو ویاند دوا خان مینه پال د دغه راپور په اړه په غبرګون کې امریکا غږ ته په شپږ میاشتو کې دننه د انتخاباتو د اعلانولو خبره رد کړه، خو ټېنګار یې وکړ چې د واک د انتقال یوازینی اصل انتخابات دي.

څو ورځې مخکې په خپله ولسمشر غني وویل که طالبان سبا راشي دی اماده دی چې له وخته مخکې انتخابات وکړي. هغه په وار وار ویلي دي چې له انتخاباتو پرته واک خپل بل ځای ناستي ته نه انتقالوي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ولسمشر غني ته په استول شوي لیک خبرداری ورکړیوکه د سولې بهیر چټک نکړي، له طالبانو سره جګړې ته به یوازې پاتې شي.

په لیک کې له ښاغلي‌غني څخه غوښتل شوي‌ چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د وړاندیزونو په اړه «رغنده دریځ» پراخ کړي.

د ښاغلي خلیلزاد په وړاندیزونو کې د «سولې انتقالي حکومت» هم شامل دی چې د نوي اساسي قانون له تصویب او ملي ټاکنو څخه وروسته به واک «یو دایمي دولت ته»‌ لېږدوي.

خو ښاغلي غني ویلي دي چې«عادلانه او پایداره سولې ته د رسېدو لپاره د احساساتو پر ځای د واقعیتونو پر اساس مخکې ځو».

XS
SM
MD
LG