د لاس رسي وړ اتصالات

له ټاکنو پرته د واک انتقال ته حاضر نه یم – غني 


ښاغلي غني د ټاکنو له لارې د واک پر انتقال تاکید وکړ
ښاغلي غني د ټاکنو له لارې د واک پر انتقال تاکید وکړ

د افغانستان د جمهور رئيس محمد اشرف غني یو وارې بیا ټېنګار کړی دی چې انتخابات په افغانستان کې د واک د انتقال مشروع بهیر دی.

ښاغلی غني وویل: « که طالبان همدا سبا هم انتخاباتو ته حاضر وي، موږ تیار یوو، خو له ټاکنو پرته خپل ځایناستي ته د واک لېږد ته حاضر نه یم. ۴۲کاله جګړه بس ده او موږ هم د نورې نړۍ په څېر د ژوند کولو حق لرو.»

د ارګ اعلامیه وايي چې ولسمشر غني نن سه شنبه مارچ ۱۶ (کب ۲۶) د بهرنیو چارو په وزارت کې «د خارجي سیاست لومړیتوبونه او د هیواد د ډيپلوماسۍ دستګاه کې اصلاحات» تر عنوان لاندې یو سیمینار کې دا څرګندې کړي ‌دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ولسمشر غني ته په استول شوي لیک خبرداری ورکړی که د سولې بهیر چټک نکړي، له طالبانو سره جګړې ته به یوازې پاتې شي.

په لیک کې له ښاغلي‌غني څخه غوښتل شوي‌ چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د وړاندیزونو په اړه «رغنده دریځ» پراخ کړي.

د ښاغلي خلیلزاد په وړاندیزونو کې د «سولې انتقالي حکومت» هم شامل دی چې د نوي اساسي قانون له تصویب او ملي ټاکنو څخه وروسته به واک «یو دایمي دولت ته»‌ لېږدوي.

د ارګ په اعلامیې کې راغلي‌ دي ‌چې ښاغلي غني د افغانستان د سولې لپاره د «امریکا متحدو ایالتونو له استعجالیت (بېړه) څخه د مننې ترڅنګ وویل، موږ د سیمې او نړۍ د هر هېواد په پرتله سولې ته د رسېدو لپاره سل چنده استعجالیت لرو، خو عادلانه او پایداره سولې ته د رسېدو لپاره د احساساتو پر ځای د واقعیتونو پر اساس مخکې ځو».

تر دې مخکې د ښاغلي‌ غني‌ لومړي مرستیال امرالله صالح هم ویلي وو چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر لیک د سولې په اړه د افغانستان په دریځ کې هېڅ نشي راوستلی.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې روسیه د مارچ په اتلسمه د افغانستان په اړه د سولې د یوې غونډې کوربنه وي. د افغان حکومت او طالبانو استازي هم په دغه غونډه کې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG