د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ (جولای ۲۱) په سپینې ماڼۍ کې د لبنان د ولسمشر جوزف عون سره ولیدل.
ښاغلي ټرمپ په دغه ملاقات کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: «دا ډیر د خوښۍ ځای دی چې د لبنان له ولسمشر سره ګورم. دی ډېر د درناوي وړ دی... او اړیکې ډېرې ښې دي. زما په اند، لبنان د اوږدې مودې راهیسې له ډېرې بې انصافۍ سره مخ دی.»
جمهور رئیس ټرمپ د لبنان د مشر سره په ملاقات کې وویل چې د دې هیواد د پوځ سره د متحده ایالاتو د مرستو احتمال په اړه به وغږیږي.
د لبنان مشر بیا پخپلو خبرو کې د خپل هیواد د وسله والو ځواکونو ستاینه وکړله او زیاته یې کړه چې همدې ځواکونو لبنان خوندي او با ثباته ساتلی. هغه دا هم وویل چې د لبنان د وسله والو ځواکونو پرته به "هر څه سقوط " وکړي چې په وینا یې نه دی او نه جمهور رئیس ټرمپ داسې څه کیدل غواړي.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس وویل چې د لبنان سره ډیره ناوړه رویه شوې او زیاته یې کړه چې "مونږ به دا ستونزه حل کړو". ټرمپ حزب الله یوه ستونزه یاده کړه او وې ویل چې د لبنان په اړه یې ډیر څه کړي چې نړۍ به پرې خبره شي.
د جون په میاشت کې د امریکا په منځګړیتوب د اسرائیل او لبنان ترمنځ لاسلیک شوې هوکړه له لبنان څخه غواړي چې حزب الله ډله بې وسلې کړي او له اسرائیل غواړي چې د لبنان له جنوب څخه خپل ځواکونه وباسي. حزب الله د متحده ایالاتو د ترهګرو ډلو په لیست کې ده.
د عون دفتر ویلي چې واشنګټن ته د هغه سفر به د اوربند پر ثبات او د لبنان په جنوب کې د امنیتي کنټرول پر بیا رغولو متمرکز وي.
د لبنان ولسمشر د دوشنبې په ورځ د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره وکتل. نوموړي په دې کتنه کې د حزب الله په ماتې او پر ځای یې د لبناني ځواکونو د ځای پرځای کیدو په اړتیا او د لبنان نظامي ځواکونو ته د امنیتي چارو په سپارلو چې په وینا یې داسې یو حکومت رامنځ ته شي چې خپلو خلکو ته خدمات وړاندې کړای شي.
روبیو وویل چې هغه او عون په لبنان کې د امریکا او نړیوالو پانګونو د زیاتوالي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو الوتنو د بیا پیلولو پر فرصتونو هم خبرې وکړې.
له ښاغلي عون سره د ولسمشر ټرمپ ملاقات دلته کتلای شی:
د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې په دریو "ازمایښتي زونونو" کې عملیات پیل شوي، چېرته چې لبناني پوځ د اسرائیل سره د هوکړې د یوې برخې په توګه د ځانګړي امنیتي کنټرول د خپلولو لپاره کار کوي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې په دغو سیمو کې د فرون، سریفه او زوتار الغربیه کلي شاملې دي.
په اعلامیه کې راغلي، "متحده ایالات به د دواړو لورو سره له نږدې کار ته دوام ورکړي ترڅو دا هوړه په بریالیتوب سره پلې کړي."
د حزب الله ترهګره ډله چې د ایران ملاتړ ورسره دی د مارچ په ۲مه د امریکا او اسرائیل له خوا پر ایران د هوایي بریدونو په ځواب کې پر اسرائیل توغندي وار کړل.
اسراییلي ځواکونو په هوایي او ځمکنیو عملیاتو سره ځواب ورکړ او د لبنان د سویل یوه برخه یې هم ونیوله. د لبنان د روغتیا وزارت وايي چې په دې جګړه کې تر ۴۳۰۰ زیات کسان وژل شوي، په داسې شمېر کې چې په دې شمیرو کې د ملکي و نظامي کسانو تفکیک ندی شوی. دې جګړو همدارنګه ۱.۲ میلیونه کسان بې ځایه کړي دي.
فورم \ دبحث خونه