د لاس رسي وړ اتصالات

بانکي مون: د ایبولا ضد مبارزه دې ۲۰ برابره زیاته شي


بانکي مون وايي د ایبولا ناروغۍ سره د مبارزې لپاره باید ګرځنده لابراتوارونه، ګاډي، څرخي الوتکې او روزل شوي طبي کارکوونکي زیات شي.
بانکي مون وايي د ایبولا ناروغۍ سره د مبارزې لپاره باید ګرځنده لابراتوارونه، ګاډي، څرخي الوتکې او روزل شوي طبي کارکوونکي زیات شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون وايي په لویدېځي افریقا کې د ایبولا ناروغۍ سره د مبارزې لپاره باید نړیوالې هڅې همغږې او " ۲۰ برابره " زیاته شي .

ښاغلي بان د پنجشنبې په ورځ اکتوبر نهمه په واشنګټن کې د نړیوال بانک په هغې غونډې کې دا خبره وکړه چې د ګیني، لایبریا او سیرالیون د ولسمشرانو په ګډون په کې نورو لوړ پوړو چارواکو هم برخه اخیسته وه، ایبولا یاد شوي افریقايي هېوادونه ډېر ځپلي دي.

بانکي مون وايي د ایبولا ناروغۍ سره د مبارزې لپاره باید ګرځنده لابراتوارونه، ګاډي، څرخي الوتکې، ساتندویه وسایل، روزل شوي طبي کارکوونکي او د ناروغانو د خوندي انتقال ظرفیت زیات شي.

د نړیوال بانک د ډلې مشر جیم یانګ وویل په ایبولا ځپلو هېوادونو او ولسونو کې نورو روغتیايي روزل شویو کارکوونکو ته جدي اړتیا لیدل کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي دغې ناروغۍ په روان کال کې په جنوبي افریقا کې ۲۳۰ روغتیايي کارکوونکي مړه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ د امریکا په تکساس ایالت کې په یوه روغتون په ایبولا اخته کس مړ شو. دی په متحدو ایالتونو دایبولا لومړنی قربانی بلل کیږي.

بل لوري ته په استرالیا کې یوه نرسه له هغې وروسته په روغتون کې بستره شوه چې د ایبولا د ویروس نښې په کې ولیدل شوې.

د ګوینزلینډ ایالت د روغتیا افسر جینیتي یانګ وايي دغه ۵۷ کلنه نرسه تازه له سیرالیون نه راګرځېدلې ده، دې هلته په ایبولا د اخته کسانو درملنه کوله .

" هغه تازه بېرته هېواد ته راستنه شوې وه، کله چې سیرالیون ته تلله روغه رمټه وه او تبه یې نه لرله. خو نن سهار یې مړه تبه وشوه،هغه له کوره د باندې وتلې نه ده، هغه په خپلې کوټې کې ایساره شوې او ځان یې معاینه کړی دی . "

ښاغلي یانګ وویل چې د دغې نرسې د معایناتو نتیجه به د جمعې په ورځ معلومه شي، خو په ټېنګار سره یې وویل که هغه په ایبولا اخته هم وي خلک دې نه اندېښمن کیږي.

په همدې حال کې امریکايي چارواکو ویلي چې په خپلو هوايي ډګرونو کې ځانګړي مامورین ګماري چې دغه هېواد ته راتلوونکي کسان معاینه کړي چې ایبولا یې نه وي راوړې.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي ایبولا تراوسه نژدې ۳۹۰۰ کسان مړه کړي چې ډېر یې په لویدیځې افریقا کې دي او تر ۸۰۰۰ زرو زیات نور کسان پرې اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG