د لاس رسي وړ اتصالات

د کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې د ایبولا پېښې له ۲۰۰۰ واوښتې

په داسې حال کې چې د روغتیا سازمانونو د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کې د ایبولا ویروس د خپرېدو د مخنیوي هڅې زیاتې کړې، په دغه هېواد کې په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۲۰۰۰ هم واوښت.

د کانګو دیموکراتیک جمهوریت د عامې روغتیا وزارت وایي چې د مۍ په میاشت کې په دغه هېواد کې د ایبولا ویروس له خپرېدو راهېسې ۷۵۴ کسان مړه شوي او ۳۶۶ نور ترې بېرته رغېدلي دي.

په تاریخي توګه د دغه ویروس چټک خپرېدل ریکارډ بلل کېږي او د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د دغه ویروس شدید خپریدل د پراخ سیمه ایز خطر تاثیرات له ځان سره لري.

«بې پولې ډاکټرانو» د چهارشنبې په ورځ (جولاۍ۱۵) د دغې وبا د مخنیوي په اړه د اضطراري اقداماتو د زیاتولو غږ وکړ او ویې ویل چې په معاینه خانو، درملنې او نجات په ځایونو کې او له دې کبله د مړه شویو کسانو د خوندي تدفین او تجهیز په برخو کې د ډېر نور کار ضرورت لیدل کېږي.

د «بې پولې ډاکټرانو» د ایمرجنسي پروګرام مدیر ترېش نیوپورټ په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «هر ډول ځنډ د مړینو سبب کېږي. موږ لا هم د دې په ځای چې یو قدم مخکې واوسو، وبا تعقیبوو.»

دغې ادارې ویلي دي چې اړتیا لیدل کېږي ډېر خلک له نورو جلا وساتل شي او د ایبولا پېښې دې ژر تر ژره تشخیص شي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت په ۲۵ روغتیایي مرکزونو کې د خلکو د جلا ساتلو ۷۵۰ بسترونه شي او په همدې اونۍ کې به ۱۰۰ نور بسترونه هم برابر شي.

د متحدو ایالتونو د ناروغیو د کنترول او مخنیوي مرکزونه هم په دغه هېواد کې له نړیوالو طبي ادارو سره همکاري کوي او د ویروس د تشخیص، بېلګو په ټولولو او له ټولنو سره د تعامل په برخو کې مرسته کوي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG