د لاس رسي وړ اتصالات

د ایبولا سره په مبارزې کې، د کیوبا مرستې


د کیوبا اته اتیا کلن پخوانی مشر فیدل کاسترو وایي چې پدې برخه کې همکاري د نړۍ او نړیوالو د سولې دپاره په گټه گام دی.

هغه وویل، "زمونږ هیواد نړیوالو مرستو رسونکو ادارو د غوښتنې په وړاندې په هماغه لومړی دقیقه کې مثبت ځواب ورکړ ددې حالت په وړاندې حتی مخکې لدې چې ترې د مرستی غوښتنه هم وشي مونږ د افریقا په لویدیځه کې ددې مرض په وړاندې د مقابلې دپاره د همکاریو او ملاتړ چمتووالی ښودلی و . دا هغه څه دي چې زمونږ هیواد یی تل د اړتیا په وخت کی د استثنا نه پرته د نورو سره کړي او کوی يي."

هغه دا خبرې د کیوبا د دولتي تلویزیون له لارې د یوې اعلامیې په خپرولو وکړې. او عامو خلکو هم د خپل هیواد له خوا له نړۍ سره ددې همکاریو هرکلی وکړ.

په هاوانا کې د یو امنیتي ساتونکي پدې اړه خپل نظر داسې څرگند کړ. "که نیت دا دی چې د نړۍ په یوه ځانگړې سیمه کې د مرض سره مبارزه وشی نو بهتره به دا وي چې هیوادونه پخپلو منځونو کې سیاسي اختلافات او تاریخي تضآد یوی خوا ته پریدي او پر مخ گام واخلي او د بشریت په نوم د یوه بل سره مرستی ته و دانگي."

کیوبا یو سلو پنځه شپېته تنه داکتران او نرسان سره لیون ته د مرستی دپاره ور استولي دي او پلان لري چې دوه سوه شپږ نوي نور هم لایبیریا او گني ته ور واستوي.

د ایبولا واکسین به په دوه زره پنځلسم کې د آزموینې دپاره چمتو شي.
د ایبولا واکسین به په دوه زره پنځلسم کې د آزموینې دپاره چمتو شي.

د هاوانا د ښار یوه ښوونکې ددې مرستو په اړه داسې وویل، "بلکل دا یو ښه اقدام دی . دا ددې ناروغۍ په وړاندی د ټولی نړۍ د یو موټی کولو دپاره ښه اقدام دی. دا کار باید یوازی د ناروغی سره دمبارزې په برخه کی نه وي بلکه د نړۍ د هر گواښ په وړاندی باید ملکونه سره یو شي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د مرستو تر اعلان و روسته په غیر معمول او بیساري ډول د ښاغلي فیدل کاسترو د هڅو ستاینه وکړه.

امریکا په لویدیځې افریقا کې د ایبولا د مخنیوي دپاره سرتیري استولي دي.
امریکا په لویدیځې افریقا کې د ایبولا د مخنیوي دپاره سرتیري استولي دي.

په عین وخت کې امریکا هم ددې مرض د کنترول او د خپریدو د لا مخنیوي دپاره یی سلهاو سرتیري او د روغتیایي چارو کارکونکي اغیزمنو سیمو کې د نورو سره مرستی دپاره استولي دی.

کیوبایي چارواکي وايي دوي کوښښ کوي چې د افریقا د لویدیځو اغیزمنو سیمو دپاره سبا ته، د دوشنبې په ورځ، د کیوبایي چارواکو په گډون د یوه کنفرانس له لارې نورې مرستې هم را ټولې او تنظیم کړې دي.

د روغتیا نړیواله اداره وایي ایبولا تر اوسه پورې د افریقا په لویدیځ کې څلور زره پنځه سوه تنه مړه کړي دي.

XS
SM
MD
LG