د لاس رسي وړ اتصالات

په افریقا کې د ایبولا د مخنیوي هڅې ولې ناکامېږي؟


په لایبیریا کې د ایبولا د خپریدو د مخنیوي د تدابیرو په ترڅ کې ښوونځي تړل شوي دي.
په لایبیریا کې د ایبولا د خپریدو د مخنیوي د تدابیرو په ترڅ کې ښوونځي تړل شوي دي.

په ملگرو ملتونو کې د امریکا ځانگړې استازې سمنته پاور د گیني پلازمینې ته ورسیده تر څو پخپله وگوري چې هلته د افریقا په لویدیځ کې د ایبولا سره د مبارزې او د لا مخنیوي هڅې ولې ناکامېږي؟

میرمن پاور به د خپل سفر په ترڅ کې د سره لیون او لایبیریا څخه هم لیدنه وکړي تر څو پدې هم ځان پوه کړي چې هلته د دې ناورین د مخنیوي دپاره څه ډول مرستو ته اړتیا ده او نیمگړتیاوې او اړتیاوې څه دي.

په ملگرو ملتونو کې د امریکا ځانگړې استازې گیني، لایبیریا او سره لیون ته د سفر په حال کې ده.
په ملگرو ملتونو کې د امریکا ځانگړې استازې گیني، لایبیریا او سره لیون ته د سفر په حال کې ده.

سره لیون، گني او لایبیریا هغه درۍ هیوادونه دي چې د روغتیا د نړیوالې ادارې په قول دغه مرض تر ټولو زیات ځپلي دي چې په نتیجه کې یی تر اوسه پورې پنځه زره کسان هم مړه شوي دي.

دا مرض په نورو هیوادونو، لکه مالي، متحده ایالات، هسپانیې، نایجیریا او سینیگال کې هم تر سترگو شوي خو تر اوسه پورې د گوتو په شمیر کسانو کې تشخیص شوی دی.

میرمن پاور وویل "هر هغه څه چې دلته گورم، دا معلومات به له ځانه سره جمهور رئیس اوباما ته چې دغې مسلې ته جدي پام په ترڅ کې د نړۍ د نورو مشرانو سره تل په تیلفوني تماس کی دی، شریک کړي."

هغې وویل هر څومره چې مونږ د حالت د څرنگوالی په بیانولو کې مشخص او دقیق واوسو هغومره به ښه وي. هغې زیاته کړه، " د حالت مشخص بیان مهم دی مثلآ، گټورمقررات څو نورهیوادونه هم ترې کار واخلي او دا چې پدې هڅو کې څنگه نورې منابع جلبیدای شي."

ایبولا تر اوسه پورې په ځپل شویو افریقایی هیوادونو کې پنځه زره تنه له منځه وړي دي.
ایبولا تر اوسه پورې په ځپل شویو افریقایی هیوادونو کې پنځه زره تنه له منځه وړي دي.

دا مرض په نورو هیوادونو، لکه مالي، متحده ایالات، هسپانیې، نایجیریا او سینیگال کې هم تر سترگو شوي خو تر اوسه پورې د گوتو په شمیر کسانو کې تشخیص شوی دی.

د امریکا د ایلنوي ایالت هم د نیویارک او نیوجرزي په شان د هغو مسافرینو دپاره د قرنتین د اجباري تحمیل پریکړه اعلان کړه چې د لویدیځې افریقا څخه د ایبولا په مرض د اخته کیدو شک پرې وشي. خو تر ټولو لومړنۍ مشکوکه، یوه امریکایۍ نرسه وه چې د سره لیون څخه بیرته ستنه شوې ده. هغې په هوایي ډگر کې دا احتیاطي تدابیر، د بی نظمیو لیونتوب بللی دی.

جمهور رئیس اوباما د جمهوري غوښتونکو د هغې غوښتنې د منلو په وړاندې مقاومت کوي چې د روغتیایي چارو د سلا مشورو پر بنسټ ایبولا ځپلو سیمو ته د سفر منع کیدل غواړي او وايي داسې تدابیر به د گټې نه د زیات زیان سبب شي ځکه دا به د هغو کسانو مخه هم بنده کړي چې د مرض سره د مبارزې دپاره هلته سفر کوي.

هغې د دالس د یوې ورځپاڼې سره د خبرو په ترڅ کې وویل چې زړه یی پر هغو نورو امریکایی روغتیایی کارکونکو او مرسته رسونکو باندی سوځي چې کله هیواد ته ستانه شي نو د یوه مجرم په توگه به ورسره سلوک وشي.

د ایبولا د لا خپریدو د مخنیوي دپاره د ناروغانو سره د مرستې په وخت باید پوره ځان وپوښل شي.
د ایبولا د لا خپریدو د مخنیوي دپاره د ناروغانو سره د مرستې په وخت باید پوره ځان وپوښل شي.

په ملگرو ملتونو کې د امریکا ځانگړی استازی پداسې حال کی لایبیریا ته سفر کوي چې هلته د حکومت له خوا د مرض د لا خپریدو د مخنیوی دپاره د ښوونځيو د تړل کیدو پریکړه وشوه. د ایبولا د لا خپریدو د مخنیوي دپاره اکثر دا پریکړه غوره گڼي چې په هغو کې یو هم د همدې ښوونځي سر معلم دی

هغه وایي "د حکومت دا اقدام غوره و چې ښوونځي یی رخصت کړل تر څو ددې مرض د لا چټکې خپریدو مخه تر یوه حده پورې ونیول شي. که څه هم دا دردناکه ده چې د ماشومانو زده کړې به شا ته ولویږي خو ددې مرض د مخنیوي دپاره دا غوره کار دی."

د ایبولا واکسین به په دوه زره پنځلسم کې د آزموینې دپاره چمتو شي.
د ایبولا واکسین به په دوه زره پنځلسم کې د آزموینې دپاره چمتو شي.

​ملگري ملتونه وايي په راتلونکو شپږو میاشتو کې د ایبولا سره د نړیوالې مبارزې دپاره یو ملیارد دالرو ته اړتیا ده. د ملگرو ملتونو د مالي ملاتړ د څانگې مسولین وايي تر اوسه پورې د پنځه سوو ملیون دالرو د مرستې ژمنې شوی دي او پاتی دوه سوه اتیا نورې مرستې هم د غیر التزامی ژمنو ښه نیت ښودل شوی دی.

XS
SM
MD
LG