د لاس رسي وړ اتصالات

ابراهیم رئیسي پر اسرائیل د ایران د برید ستاینه وکړه، خو په اصفهان کې یې د وروستیو چاودنو په اړه څه ونه ویل


د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د خپلې وینا په ترڅ کې په اصفهان ولایت کې د اټومي تاسیساتو ته نږدې د چاودنو په اړه کومه تبصره ونه کړه.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د خپلې وینا په ترڅ کې په اصفهان ولایت کې د اټومي تاسیساتو ته نږدې د چاودنو په اړه کومه تبصره ونه کړه.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د جمعې په ورځ، اپریل ۱۹(وري ۳۱مه) پر اسرائیل باندې د تهران د کمساري برید ستاینه وکړه، خو د هغو چاودنو په اړه یې څه ونه ویل چې د ایران په مرکزي سیمو کې یې غږونه اورېدل شوي دي.

په ورته وخت کې د نړۍ مشرانو وروسته له هغې چې امریکایي رسنیو ددغه هېواد د جګپوړو چارواکو په حواله خبر ورکړ چې اسرائیل پر ایران غچ اخیستونکې بریدونه ترسر کړي دي، په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالی د کمېدو غوښتنه وکړه.

د اسرائیل لخوا دغه غچ اخیستونکي بریدونه یوه اوونۍ وروسته له هغه شوي، چې ایران د بې پیلوټه الوتکو (ډرون)، کروز او بالسټیک توغندیو پر مټ پر اسرائیل برید وکړ.

د ایران ولسمشر د پلازمینې تهران په ختیځ کې د سمنان ولایت سلګونو اوسیدونکو ته په وینا کې وویل: "د ریښتیني ژمنې عملیات [د سلګونو ډرون، کروز او بالسټیک میزایلونو برید] په هیواد کې ځواکمني، اتحاد او یووالی لامل شوی دی. دې عملیاتو نه یوازې د ایران اسلامي جمهوري نظام واکمني او زموږ د وسله والو ځواکونو ځواک څرګند کړ، بلکې د انقلاب د معظم رهبر [ایت الله علي خامنه یې] تر لارښوونې لاندې یې د خلکو کلک هوډ هم څرګند کړ."

خو رئیسي د خپلې وینا په ترڅ کې په اصفهان ولایت کې د اټومي تاسیساتو ته نږدې د چاودنو په اړه کومه تبصره ونه کړه. همدارنګه تر اوسه دواړو هېوادونو، ایران او اسرائیل په اصفهان کې پر ځايي وخت د جمعې د سهار د چاودنو په اړه څه نه دي ویلي.

د ایران د مجازي فضا د ملي مرکز ویاند حسین دلیریان په خپل ایکس پاڼه کې په یو پیغام کې لیکلي: "تر دې دمه په اصفهان او یا د هېواد په نورو برخو کې له پولو بهر کوم هوايي برید نه دی شوی او یوازې د کواډکوپټر ( کوچني ډرونونو)‌ پر مټ د یو ناکام او ذلیل برید هڅه شوې وه، چې هغه کواډکوپټرونه رانسکور کړای شول.‌"

نوموړي همدارنګه پر ایکس پاڼې کې په یوه جلا پیغام کې، د امریکایی رسنیو هغه راپور رد کړ چې ګواکې اسرائیل په ایران برید کړی دی.

هغه لیکلي: "داسې ښکاري چې امریکايي رسنۍ خوب ویني چې اسرائیل پر ایران برید کړی دی. د څو کواډکوپټرونو (‌ډرونونو) پر مټ د ناکامه برید هڅه، د نړۍ په هیڅ ځای کې برید نه ګڼل کیږي."

د ایران د پوځ لوی درستیز، عبدالرحیم موسوي د جمعې د ورځې چاودنې د غږونو د اوریدو په اړه وویل، چې دغه غږونه " په فضا کې په یو شکمن څیز پسې ددغه هېواد د هوايي مدافعې د سیستم" د کارولو له امله وو.

هغه وویل چې، "هیڅ مالي او ځاني زیان نه دی رسیدلی" او پدې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.

په اصفهان کې د دغو چاودنو غږ څلور ورځې وروسته له هغه اوریدل کیږي، چې ایران په سوریه کې د دغه هېواد پر قونسلګرۍ د برید په غبرګون کې د تېرې شنبې په شپه د بې ساري اقدام په ترڅ کې پر اسرائیل د سلګونو راکټونو او بې پیلوټه الوتو (ډرون) پر مټ برید ترسره کړ، خو د اسرائیلي چارواکو په وینا ، ۹۹ سلنه راکټونه او ډرونونه هدف ته له رسیدو مخکې په هوا کې شنډ او له منځه یوړل شول.

تهران ویلي، دا بریدونه یې د تېرې شنبې په ورځ د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د دغه هېواد پر قونسلګرۍ د اسرائیل د برید په غچ کې کړي، چې په کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک جګپوړی قوماندان محمد رضا زاهدي او د هغه د مرستیال په ګډون ددغه ځواک اووه غړي وژل شوي دي. اسرائیل تر اوسه د دغه بريد مسؤلیت منلی نه دی.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د فرانس پرس خبري اژانس راپور کارول شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG