د لاس رسي وړ اتصالات

غني د ولسمشریزو ټاکنو لومړنیو پایلو کې ګټونکی اعلان شو


د ولت ساز ټېم
د ولت ساز ټېم

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر شااوخوا درې میاشتو وروسته د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې نن یکشنبه د مرغومې میاشتې پر لومړۍ نېټه له غرمې مخکې ۱۱ بجې اعلان کړې.

د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ د لومړنیو پایلو د اعلان پر مهال وویل، چې په تېرو ټاکنو کې نسبت نورو کاندیدانو ته ډاکټر محمد اشرف غني د ۹ لکه ۲۳زره ۸۶۸ رایو په تر لاسه کولو د ۵۰.۶۴ سلنه په پوره کولو سره تر نورو کاندیدانو ډېرې رای وړي دي.

د ټاکنو کمېسیون د کمېشنرانو نننی کنفرانس
د ټاکنو کمېسیون د کمېشنرانو نننی کنفرانس

نوموړې زیاته کړه، چې بل کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله د ۷لکه ۲۰زره او ۹۹۰ رایو په تر لاسه کولو سره دوهم مقام کې راغلی دی.

همدارنګه ګلبدین حکمتیار ۷۰زره ۲۴۳رای، رحمت الله نبیل د ۳۳۹۲۱ رای، فرامرز تمنا ۱۸۰۶۶، سید نورالله جلیلي۱۵۵۲۶رای، عبداللطیف پدرام ۱۲۶۰۸ رای، عنایت الله حفیظ ۱۱۳۷۴، حکیم تورسن ۶۵۰۴رای، احمدولي مسعود ۳۹۴۲رای، محمد شهاب حکیمي ۳۳۲۴ رای، غلام فاروق نجرابي ۱۶۰۶ رای، او کاندید نور الرحمن لېوال ۸۶۵ رای تر لاسه کړي دي.

د ټاکنو کمېسیون د مشرۍ حوا علم نورستانۍ د معلوماتو په اساس په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې یوملیون ۸لکه ۲۴زره ۴۰۱ رای کارول شوي، چې سل سلنه کېږي.

په دغو ټاکنو کې د ډاکټر محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار، رحمت الله نبیل، حکیم تورسن، احمدولي مسعود، عبداللطیف پدرام، فرامرز تمنا، عنایت الله حفیظ، غلام فاروق نجرابي، نورالرحمان لېوال، سید نورالله جلیلي او شهاب حکیمي ترمنځ سیالۍ تر سره شوې. خو شید محمد ابدالي، نورالحق علومي، زلمی رسول، محمد ابراهیم الکوزی له هغو کاندیدانو څخه و، چې تر ټاکنو مخکې د اشرف غني له دولت ساز ټېم سره یو ځای شول.

د ولسمشریزو ټاکنو یو بل کاندید محمد حنیف اتمر په ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون ونه کړ.

خو د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همپالنې» ټاکنیز ټېم په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د ټاکنو کمېسیون لخوا د اعلان شوو پایلو اعلان نه مني.

په دغه اعلامیه کې راغلي:"د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوم، چې پر خپلې ژمنې ولاړ یم، چې له پاکو رایو څخه د ناپاکو رایو له بېلولو پرته د ټاکنو کمېسیون لخوا د تقلبي پایلو اعلانول مشروعیت نه لري."

خو د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشرۍ زهره بیان شینواري په یو مطبوعاتي کنفرانس کې له ټولو کاندیدانو څخه وغوښتل چې د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه سر له سبا تر درې ورځو پوري په مرکز او کابل کې خپل شکایتونه دوی ته وسپاري.

اغلې شینواري زیاته کړه، چې د ثبت شوو شکایتونو څېړلو بهیر به څلوېښت ورځې په برکې ونیسي.

له ډاکټر عبدالله عبدالله پرته نورو کاندیدانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا یوناما په یوه اعلامیه کې د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان هر کلی کړی دی:"ټول کاندیدان ددې فرصت لري، چې خپلې اندیښنې، د مناسبو میکانیزمونو له لارې، په ټاکل شوي وخت کې د اړونده قانوني چوکاټونو، مقررو او تګلارو پراساس مطرح کړي. په عین وخت کې، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مکلفیت لري، چې هر ور رسیدونکي شکایت ته په شفاف او دقیق ډول رسیدنه وکړي، چې د ټاکنو بهیر په باوري ډول پای ته ورسیږي."

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم په خپله ټویټر پاڼه د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو د ابتدایي پایلو د اعلان هرکلی کړی او ویلي یې دي چې: "افغانان باید پوه شي چې دا نتیجې ابتدایي دي او د وروستني تائید دمخه زیات پړاونه پاته دي چې په پایلو باندې د افغانستان د خلکو باور ترلاسه شي".

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د تېرې مېزان میاشتې پر شپږمه نېټه تر سره شوې، چې په ټاکنو کې د درغلیو د ادعاو له امله یې د پایلو اعلانول څو ځله وځنډېدله.

XS
SM
MD
LG