د لاس رسي وړ اتصالات

​د ورځې د یوې هکۍ خوړل د زړه د حملې خطر کموي


یوه نوې څیړنه ښیي هغه کسان چې د ورځې لږ تر لږه یوه هگۍ خوري د هغو خلکو په پرتله چې هگۍ نه خوري ښایي د قلبي حملو او د زړه د دریدو له خطرونو سره کم مخامخ شي.

چینایي څیړونکو د ۴۶۱ زره کسانو په منځ کې چې وسطي عمر یې ۵۱ کاله و او هیڅکله هم د زړه په ناروغۍ باندې نه وو اخته شوي، د هگۍ خوړل تجربه کړي دي.

ددغو کسانو له ډلې څخه یو شمیر د ورځې حد اقل نیمه هگۍ خوړله، شاوخوا نهه فیصدو یې اصلاً هگۍ نه خوړله او ١٣ فیصدو یې هره ورځ یوه هگۍ په خپل غذایي رژیم کې شامله کړې وه.

دغې څیړنې شاوخوا نهه کاله وخت ونیو چې پدې موده کې ٨٧ زره او ٩٧٧ کسان یې په قلبي ناروغیو اخته یا هم د زړه له دریدو او دماغي سکتې سره مخامخ شول او له دې جملې نه ٩٩٨٥ تنه یې د همدې ناروغیو له کبله مړه شول.

څیړونکو دا موندله د هغو کسانو په پرتله چې هگۍ یې په غذایي رژیم کې شامله نه وه، هغه خلک چې لږ تر لږه د ورځې یې نیمه دانه هگۍ خوړله شاوخوا ١١ فیصده لږ په قلبي او درگونو په ناروغیو اخته شوي وو.

د امریکا د باستن د هاوارد طبي پوهنتون یو څیړونکې ډاکتر لووک جوزي، چې پدې څیړنه کې نه و شامل وایي "د غذایي موادو په مصرف کې په اعتدال کیدای شي د قلبي ناروغیو او مغزي سکتو نه مخنیوی وشي."

خو دا پدې معنی ندي چې یو څوک دې د ورځې د درې هگیو خوړل چې په غوړو کې پخې شوې وي په خپل سهارني رژیم کې شامل کړي.

ډاکتر جوزي په دې ټینگار وکړ چې دغې څیړنې د ورځې د یوې هگۍ نه د زیاتو هگیو د خوړلو او د قلبي نارغیو او مغزي سکتې ترمنځ د اړیکې په اړه تحقیق ندی کړی.

د لندن د مغزي سکتې د وقایې د یو تحقیقاتي مرکز ډاکتر جي ډیوید سپنس وایي "د هگۍ خوړل هغو خلکو ته چې د قلبي حملو او مغزي سکتې د خطر سره مخامخ دي په ځانگړې توگه هغوی چې د شکرې په ناروغۍ اخته دي د هگۍ خوړل اصلاً ښه ندي."

ډاکتر سپنس وایي "د هگۍ خوړل د رگونو د ناروغۍ خطر زیاتوي. د هگۍ ژیر فاسفاتیدایل کولین لري، هغه ماده چې د شریانونو د بندیدو سبب کیدای شي."

هگۍ ډیر کولسترول لري

هغه څیړنه چې په طبي خپرونه کې خپره شوې ښیي چې هگۍ د کولسترولو اصلي منبع ده خو د هغې تر څنگ زیاته اندازه پروتین او ویټامین هم لري.

خو تیرو څیړنو د هگۍ د خوړولو او د قلبي نارگوغیو او مغزي سکتې ترمنځ د اړیکې په هکله متناقضې رنتیجې بیان کړې دي.

ډاکتزر جوسي وایي هگۍ کولای شي شاوخوا ۲۰۰ ملی گرامه کولسترول ولري او پوهان یې دې فکر ته اړ کړي چې د هگۍ خوړل کیدای شي د وینې د کولسترولو د لوړیدو سبب شي.

یو شمیر نویو څیړنو ښودلې چې د هگۍ خوړل ښایي په ځیگر کې د (LDL) یا بدو کولسترولو د تولید د مخنیوي سبب شي او د (HDL) یا ښه کولسترول زیات کړي.

دغې څیړنې نده ثابته کړې چې د هگۍ خوړل څنگه د قلبي او د رگونو ناروغیو په رامنځ ته کیدو اثر کوي.

د نړۍ د نورو برخو سره د چینایانو توپیر

ددغې څیړنې یوه بله نیمگړتیا داده چې په چین کې عملي شوې تجربه ښایي د نړۍ په نورو برخو کې د پلي کیدو وړ نه وي. ددې څیړنې گډون کوونکي په عمومي توگه سالم وزن درلود او اکثرو یې د وینې د لوړ فشار او قلبي ناروغیو تاریخچه نه درلودله.

په متحده ایالاتو کې چې د اکثرو پوخ عمره کسانو د بدن وزن یې زیات دی، غوښه او کچالو یې په عذایي رژیم کې شامل دي، لږه میوه او سزیجات خوري نو ښایي د هگۍ خوړل او د قلبي ناروغیو موضوع د هغوی ترمنځ توپیر ولري.

د ښه روغتیا او د سالم قلب د درلودلو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو قلبي انجمن پدې ټینگار کوي چې خلک دې مایع نباتي غوړي، مغزیات، میوه، سابه، لږ غوړ لرونکي لبنیات، ماهي او د کورنیو چرگانو غوښه په خپل غذایي رژیم کې په زیاته اندازه شامله کړي. همداشان د سرې (پسه او غوا) د غوښې له خوړولو او همداشان د زیاتې مالگې او خوږو څښاک موادو خوراک او څښاک کم کړي.

XS
SM
MD
LG