د لاس رسي وړ اتصالات

مصر لرغوني غلا شوي اثار نندارې ته وړاندې کړل


یو شمیر قاچاق شوي مصري لرغوني اثار
یو شمیر قاچاق شوي مصري لرغوني اثار

مصر یو شمیر لرغوني اثار چې قاچاقبرانو له دې هیواد نه بهر وړي او پلورلي وو، نن چهارشنبه (جولای ۴) نندارې ته وړاندې کړل.

دغه اثار د ایټالیا پولیسو څو میاشتې مخکې په هغه هیواد کې ضبط کړي وو او د ایټالیا حکومت هغه بیرته مصر ته لیږلي دي.

د مصر د موزیم عمومي رئیس صباح عبدالرازق د چهارشنبې په ورځ (جولاۍ۴) د اسوشیتید پرس اژانس ته وویل چې پدغو لرغونو اثارو کې پنځه ښخ شوي وربوزي (ماسکونه)، ١١ بشقابونه، ١٥١ کوچنۍ مجسمې او مصر د مختلفو دورو څه دپاسه ٢٠ زره سکې شاملې دي.

مصر ته بیرته ورکړل شوې کوچنۍ مجسمې
مصر ته بیرته ورکړل شوې کوچنۍ مجسمې

مصري مقاماتو ویلي دي چې دغه لرغوني اثار ښایي کیندل شوي وي او بیا له هیواد نه بهر قاچاق شوي وي، ځکه دغه اثار په هیڅ مصري موزیم کې ندي ثبت شوي.

څه دپاسه ٢٠ زره سکې هم بیرته مصر ته لیږل شوي چې د مصر مختلفو دورو پورې مرب،وطې دي
څه دپاسه ٢٠ زره سکې هم بیرته مصر ته لیږل شوي چې د مصر مختلفو دورو پورې مرب،وطې دي

مصر دا هم ویلي دي چې په تیرو دوو کلونو کې یې شاوخوا ١٠٠٠ تاریخي او لرغوني اثار د لسو مختلفو هیوادونو څخه ترلاسه کړي دي.

XS
SM
MD
LG