د لاس رسي وړ اتصالات

د مصر رسنۍ: د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند په خبرو کې 'د پام وړ' پرمختګ شوی


اسرائیل اعلان کړی چې د غزې په جنوب کې د خان یونس څخه یې ځواکونه وتلي او ځیني فلسطینیان بیرته خپلو مېنو ته ستانه شوي.
اسرائیل اعلان کړی چې د غزې په جنوب کې د خان یونس څخه یې ځواکونه وتلي او ځیني فلسطینیان بیرته خپلو مېنو ته ستانه شوي.

په مصر کې د القاهره خپرونې په سیمه ایز وخت دوشنبه اپریل اتمه (وري ۲۰) ویلي چې د اسرائیل – حماس تر منځ د اوربند په خبرو کې د "پام وړ" پرمختګ شوی.

دې خپرونې د مصر یوې جګپوړې سرچینې له خولې چې نوم یې نه دی اخیستل شوی ویلي چې په ګڼ شمیر "جنجالي ټکو د پام وړ پرمختګ" شویدی خو نور جزیات یې ندي ورکړي.

د القاهره خپرونې راپور کې همدارنګه ویل شوي چې د حماس او اسرائیل پلاوي چې د دې خبرو لپاره د مصر پایتخت قاهرې ته ورغلي و، د خپلو مشرانو سره د سلا مشورو لپاره تللي او ښایي چې د موافقي شرایطو نهایي کولو لپاره دوه ورځې وروسته بیرته قاهرې ته ستانه شي.

د متحده ایالاتو، قطر، اسرائیل او حماس استازي په قاهرې کې راټول شوي چې د شپږو اوونیو لپاره په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د اوربند په شرایطو وغږیږي.

د القاهرې خپرونې په راپور کې ویل شوي چې ټاکل شوې د متحده ایالاتو او اسرائیل استازي د مصر په سیمه ایز وخت نن دوشنبه څو ساعته وروسته خپلو هیوادونو ته ستانه شي او په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې به بیرته قاهرې ته د نورو خبرو لپاره ورشي.

د اسرائیل – حماس تر منځ په لومړني اوربند کې چې تیر کال د نومبر په میاشت کې د دوو اوونیو لپاره شوی و، د حماس ډلې د ګڼ شمیر فلسطیني بندیانو خوشې کیدو په بدل کې تر ۱۰۰ ډیر برمته شوي کسان خوشې کړل خو ګمان دا دی چې لا هم ددې ډلې سره شاوخوا ۱۳۰ اسرائیلیان برمته دي.

د اسرائیل – حماس تر منځ دا جګړه چې دا دی نږدې شپږ میاشتې کیږي روانه ده، د تیر کال اکټوبر میاشتې په اوومې نیټې وروسته تر هغه پیل شوه چې د حماس ډلې ناڅاپه په اسرائیل برید وکړ، نږدې ۱۱۷۰ تنه یې ووژل او ۲۵۰ نور یې برمته کړل.

بل پلو بیا د اسرائیل په ځوابي هوایي او ځمکني بریدونو کې په غزې کې لږ تر لږه ۳۳۱۷۵ تنه وژل شوي چې د غزې عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې چې کنټرول یې د حماس په لاس کې دی، اکثریت وژل شوي میرمنې او ماشومان دي.

په اسرائیل باندې د دې جګړې له کبله نړیوال انتقادونه وروسته تر هغه لا ډیر شول چې د همدې روانې اپریل میاشتې په لومړۍ نیټې په یو هوایي برید کې د نړۍ مرکزي آشپزخانې په نامه د خیریه مؤسسې اووه مامورین ووژل شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG