د لاس رسي وړ اتصالات

حسن مبارک: د مصر حالاتو مایوسه کړی یم


Presiden Mesir Husni Mubarak
Presiden Mesir Husni Mubarak
د مصر پخواني ولسمشر حسن مبارک د دوو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره په عام محضر کې راښکاره شوی دی او خبرې یې کړي دي.هغه ویلي دي چې په خپل هیواد کې د روانو حالاتو په خاصه توګه د غریب مصریانو د اوسني وضیعت له کبله سخت مایوسه شوی دی.

دغه ۸۵ کلن پخواني ولسمشر د خپلې محاکمې د یوې غونډې وروسته د الوطن ورځپاڼې سره مرکه کړې ده. پر هغه باندي اوس مهال د مصر د قضا له خوا نه د ۲۰۱۱ کال د مظاهرو پر مهال د سلګونو مصریانو د وژلو مقدمه روانه ده.

هغه دوه کاله مخکي ونیول شو او محاکمه شو. محکمې پرې د عمري بند سزا راویسته خو بیرته یې محاکمه د سره پیل شوه. هغه د نیول کیدو راهیسي په روغتون کې بستر دی.

ښاغلي مبارک وویل چې اوس لا وختی دی چې د هغه پر ځای ناستي ولسمشر محمد مورسي باندي قضاوت وشي.
XS
SM
MD
LG