د لاس رسي وړ اتصالات

البرادي: د راتلونکو پارلماني ټولټاکنو سره مقاطعه کوو


د مصر د حکومت یوه مهم مخالف سیاسی مشر محمد البرادی د شنبې په ورځ په خلکو باندې غږ وکړ چې د راتلونکو پارلمانی ټولټاکنو سره دي مقاطعه وکړی.

البرادي د شنبې په ورځ وویل چې په هغو ټولټاکنو کې به برخه وانخلي چې ولسمشر محمد مورسي یې په روانه اونۍ کې اعلان وکړ.

ښاغلي مورسي وویل چې رای اچونه به د اپریل په ٢٧ پیل شي خو د حکومت ماموران وایې چې د قبطي عیسویانو د اعتراض نه وروسته، ولسمشر اوس د دغې نېټی په بدلولو باندې غور کوي .

عیسویان وایې چې د مورسي له خوا د اعلان شوې نېټې سره سم د دوي رخصتي پیل کېږي نو ځکه نشي کولای چې په ټولټاکنو کې ګډون وکړي.

البرداي چې د ملگرو ملتونو د اټمي انرژۍ د ادارې پخوانی ریس دی، واېي چې پارلماني انتخاباتو اعلانېدل دهغه په وینا محضي یوه تیروتنه ده.

د کوم وخت نه چې په مصر کې د ولسي پاڅون په نتیجه کې د پخواني ولسمشر حسنی مبارک واکمنۍ سقوک کړی تر اوسه پوري په دغه هېواد کې ټولې آزادې ټولټاکنې اسلامي ګوندونو ګټلی دي.

د البرادي نه علاوه د حکومت بل کوم سیاسی مخالف لا ِتراوسه پوري د راتلونکو ټولټاکنو سره د مقاطعه خبره نه ده کړې.

ټاکل شوی چې د پارلماني انتخاباتو لپاره به رای ګېري د جون په میاشت کې پای ته ورسېږي او د جولای په شپږمه به نوی پارلمان خپل کار پیل کړي.کله چې پروسږکال
د هغه وخت نه چې اسلامي ګوندونو د مصر نوی اساسي قانون د یوه ریفورینډم له لارې منظور کړ، دا لومړی ځل دی چې په دغه هېواد کې د یادشوي اساسي قانون له مخې ټولټاکنې کېږي. د حاکم ګوند سیاسي مخالفانو د نوي اساسي قانون د جوړیدلود پروسې او رېفرینډم سره مقاطعه کړې وه.
XS
SM
MD
LG