د لاس رسي وړ اتصالات

یو ورځ مخکي د رای ګیرۍ نه د اساسي قانون مخالفینو او پلویانو بیا په مصر کې مظاهرې وکړې


یو ورځ مخکي د رای ګیرۍ نه د اساسي قانون مخالفینو او پلویانو بیا په مصر کې مظاهرې وکړې

یو ورځ مخکي له هغه نه چې د مصر د اساسي قانون پر مسودې باندي رای ګیري وشي، نن د جمعې په ورځ په زرګونو د اساسي قانون د مسودې مخالفین او پلویان لارو کوڅو ته راوتلي او مظاهرې کوي.


د اساسي قانون مسوده د ولسمشر مورسي او د ایخوان المسلمین د ګوند له خوا حمایت کېږي.


خو په دغه هیواد کې سکیولر، لیبرالان او عیسویان ویره لري چې دغه نوی اساسي قانون به مدني آزادۍ تر پښو لاندي کړي ځکه دغه قانون تر زیاته برید د اسلامي شریعت پر بنا دی او په کښي د ښځو د حقوقو یادونه نه ده شوې.


د اساسي قانون دغه مسوده تیره میاشت د یوې کمېټې له خوا چې اکثریت په کښي اسلام پاله وو، منظور شوه خو د کمېټې عیسوي او لیبرال خیاله غړي د کمېټې نه د اعتراض په ډول ووتل ځکه دوي ګیله کوله چې کمېټې دوي د پامه وغورځول.
XS
SM
MD
LG