د لاس رسي وړ اتصالات

د بادغیس د نوم لیکنې پر یو مرکز بریدکې اته سرتیري وژل شوي


 په تیرو دریو اونیو کې وسله والو طالبانو بادغیس کې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې پر مرکزونو درې ځلې بریدونه کړي دي.
په تیرو دریو اونیو کې وسله والو طالبانو بادغیس کې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې پر مرکزونو درې ځلې بریدونه کړي دي.

تیره شپه طالبانو د بادغیس ولایت مرکز کې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې پر یو مرکز برید کړې او اته افغان سرتیري یې وژلي دي.

د بادغیس ولایتي شورا رئیس عبدالعزیز بیګ وایي، تیره شپه وسله والو طالبانو د د دغه ولایت د مرکز قلعه نو په درې کیلو مترۍ کې د " لامان" په سیمه کې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې په یو مرکز برید کړی، چې له امله یې د ملي اردو اته سرتیري وژل شوي.

ښاغلي بیګ امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په دې برید کې د ملي اردو درې سرتیري ټپیان شوي هم دي.

د بادغیس د ولایتي شورا رئیس وویل، د دغې نښتې وروسته د ملي اردو یو سرتیری بې درکه شوی دی.

د بادغیس د والي مرستیال فیض محمد میرزازاده، امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د تیرې شپې نښته تائید کړه، خو ویې ویل، چې په نښته کې د پیښ شوي سر د زیان په اړه یې لا معلومات نه دي ترلاسه کړي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ادعا کړې، چې د دغې ډلې وسله والو د افغان ځواکونو دوه امنیتي پوستې نیولې او د پوستو د نیولو په جګړو کې یې د افغان امنیتي ځواکونو نهه منسوبین وژلي او ټپیان کړي او هم یې یو تن ژوندی نیولی دی.

د وري د میاشتې له ۲۵ مې راهیسې، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر پیل کړی،وسله والو طالبانو د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو کې د نوم لیکنې پر مرکزونو درې ځلې بریدونه کړي.

طالبانو له خوا د تیرې شپې په برید کې د اتو سرتیرو سربیره په دوو مخکینو بریدونو کې لس افغان امنیتي سرتیري وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG