د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سفیر د تخار وضعيت ارزیابي کوي


د امریکا سفیر د تخار وضعيت ارزیابي کوي
د امریکا سفیر د تخار وضعيت ارزیابي کوي

په كابل كې د امريكا د متحده ايالاتو سفير ايكن بيري تخار ولايت ته ددغه ولايت د امنيت، حكومتدارۍ او انكشاف د ارزيابۍ په خاطر سفر كړى و.

د امريكا د متحده ايالاتو سفير ايكن بيري تخار ته د خپل سفر په دوران كې ددغه ولايت د چارواكو سره ليدنې كتنې وكړې، هغه چې د تخار د والي عبدالجبار تقوا سره په يو گډ مطبوعاتي كانفرانس كې خبرې كولې ، تخار ولايت ته يې د خپل سفر هدف ددغه ولايت د عمومي حالت ارزيابي كول وگڼل او زياته يې كړه

"زه دلته راغلى يم چې تخار ولايت له نږدې وګورم، حالت يې ارزيابي كړم، تر څو وكړاى شو د جمهور ريس كرزي د حكومت سره د ښې حكومتدارۍ، امنيت او انكشاف په راوستلو كې مرسته وكړو".

ايكن بيري د امريكا د متحده ايالاتو او افغانستان د تېرې لس كلنې ملګرتيا يادونه وكړه او وې ويل چې په تېرو لسو كلونو كې امريكاپه افغانستان كې ډېره قرباني وركړې، هغه د بېلګې په ډول په تېرو ورځو كې د اووه امريكايي سرتېرو د وژنې يادونه وكړه او دا يې د افغانستان سره دامريكا د متحده ايالاتو د كلكې دوستۍ ثبوت وګاڼه او وې ويل چې دغه دوستي نمايشي بڼه نه لري.

هغه وويل چې ده په تخار كې د عمومي پرمختګ ځينې مهمې نښې نښانې وليدلې اوزياته يې كړه چې ده ځينې داسې علامې وليدلې چې په وينا يې ترې ښكارېدله چې دلته د ملي اردو كوم كنډك فعاليږي، نوموړي وويل چې دوى همدارنګه په دې فكر كوي چې څه ډول د افغانستان ملي پوليس پرمختګ وكړي، چې د نوموړي په وينا دا په خپله ددوى د دوامدارې مرستې او همكارۍ نښې دي.

د امريكا د متحده ايالاتو سفير ايكن بيري زياته كړه:"زه چې راتلم په لاره كې مې يو ښوونځى وليد چې كوچنۍ جينكۍ او هلكان درس ته ورروان و، چې دا يو ډېر په زړه پورى منظر و، او دا د پرمختګ يو نښه ده."

هغه همدارنګه په تخار كې د ښوونځيو ددوه سوه زره زده كوونكوموجوديت، په تالقانو كې د ولسي جرګي د كانديدانو د سووزره عكسونو نښلېدل او د زراعت پرمختګ ددغه ولايت د پرمختګ نښې وبللې او وې ويل چې ده پخوا تر دې د افغانستان دوه دېرش نورو ولايتونو ته سفر كړى و، چې په وينا يې تخار د افغانستان دري ديرشم ولايت دى چې دا ورته سفر كوي، هغه تخار يو په زړه پورى او ښايسته ولايت وګاڼه او وې ويل:په انګليسي ژبه كې يوه اصطلاح ده چې ښه شى بايد اخر ته پرېښودل شي، نو ما هم تخار ته سفر د افغانستان د نورو ولايتونو د سفرونو څخه وروسته كړى و ځكه چې تخار يو ښكلى ولايت دى."

ايكن بيري وويل چې ددوى د كارونو تمركز دا وخت د افغانستان په جنوب، جنوب غرب او ختيځ كې دى ځكه چې د نوموړي په وينا هلته ناامني ډېره ده او دوى هلته ددغه ګواښونو سره مخ دي چې لومړى بايد هغه له منځه يوړل شي.

هغه د جرمني عسكرو څخه مننه وكړه چې ددغه ولايت د امنيت او پرمختګ په برخه كې كار كوي او زياته يې كړه چې دا فلان لري چې تر دې وروسته دا په تخار كې د امريكا د متحده ايالاتو د انكشافي ادارې USAID يو دايمي مامور ټاكي چې ددغې سيمې له حالت خبر واوسي.

د تخار والي عبدالجبار تقوا دغه ولايت ته د ايكن بيري سفر ګټور وگاڼه او وې ويل تر څو چې څوك د يوې سيمې له حالت خبر نه وي هلته هېڅ ډول مرسته نه شي كولى، هغه وويل چې دوى سفير اينكن بيري په مختلفو اړخونو كې ددغه ولايت په اړه كافي معلومات وركړي او هيله يې څرګنده كړه چې د تخار په پرمختګ كې ورسره مرسته وكړي.

هغه وويل چې ددوى لخوا د امريكا د متحده ايالاتو سفير ته څلور وړانديزونه شوي چې په هغې كې د تالقانو د سيند د څنډو تحكيمات، د تالقانو د ښار د څلوېښت كيلو متره سرك قير كول، ددرقد پول او په تخار كې د امريكا د متحده ايالاتو يا USAID د ادارې د د فتر پرانستل دي چې په وينا يې ايكن بيري ورسره وعده وكړه چې په دغه ولايت كې به د USAID يو دايمي دفتر پرانيزي، خو د نورو پروژو په اړه به په كابل كې تصميم نيسي.

نوموړي د امريكا غږ د يوې پوښتنې په ځواب كې وويل چې په تخار كې اداري فساد شته، خو په دغه ولايت كې يې د ناامنيو د رامنځ ته كېدو لاملونه د كندوز د ځينو ناامنو سيمو سره سرحدي پوله درلودل او په سيمه كې د مخدره موادو د قاچاقبرانو شتون وګاڼه هغه وويل: "اداري فساد په يقيني ډول ويلی شم چې شته خو په هغه حد كې نه دى چې اولس دې د حكومت څخه لرې كړي، ټولې مراجع په فساد کكړي نه دي داسې مراجع شته چې په فساد ككړي دي او داسې هم شته چې د فساد په وړاندې مبارزه كوي."

والي عبدالجبار تقوا وويل چې ده د تخار ټول اولس ته ويلي چې دده تليفون دخلكو په خدمت كې دى او هرچيرته چې خلك دده په اداره كې د ستونزې سره مخ كيږي بايد مستقيما ده ته خبر وركړي .

XS
SM
MD
LG