د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ته د ازبکستان د وارداتي برېښنا پایې الوځول شوي


د افغانستان برښنا شرکت زیاته کړې چې د چاودنو له امله د برښنا یوه دریمه پایه هم څه ناڅه زیانمنه شوې ده.
د افغانستان برښنا شرکت زیاته کړې چې د چاودنو له امله د برښنا یوه دریمه پایه هم څه ناڅه زیانمنه شوې ده.

د افغانستان برېښنا شرکت وايي ناڅرګندو کسانو د کابل ولایت په کلکان ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا دوه پایې الوځولې دي.

د دغه دوو پایو په وېجاړېدو سره د کابل په ګډون ځېنو نورو ولایتونو ته د ازبکستان د ۲۲۰ کیلو ولت برېښنا جریان پرې شوی دی.

د افغانسان برښنا شرکت نن جمعه مۍ اومه (غوايي ۱۷) په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې دغه پایې د کلکان ولسوالۍ اړوند په «میرزاخېلو» سیمه کې د ځای پرځای شويو ماینونو د چاودنې له امله له منځه وړل شوي دي.

برېښنا شرکت وايي: "نن سهار د ۴:۴۵ دقیقو په شاوخوا کې د وارداتي برېښنا د ۲۲۰ کیلوولټ دوه پايې د کلکان ولسوالۍ اړوند په میرزاخېلو سیمه کې د ځای پرځای شويو ماینونو د چاودنې له امله لمنځه وړل شوي او درېيمه پایه هم لږ تخریب شوې."

د افغانستان برېښنا شرکت زیاته کړې چې د چاودنو له امله د برېښنا یوه درېیمه پایه هم څه ناڅه زیانمنه شوې ده.

دغه شرکت وايي چې په څلورمه پایه کې هم ماین ځای پرځای شوی، خو وايي، د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم هڅه کوي تر څو ماین خنثی کړي.

د افغانستان برېښنا شرکت وايي د دوی تخنیکي ټیم د تخریب شوو پایو د نصب او بیا جوړلو چارې پیل کړي.

تر دا مهاله د دغه پایو د تخریبولو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی. خو تر دې مخکې افغان چارواکو په یاده سیمه کې د برېښنا پایو د تخریب په تور د ځينو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی و.

د افغانستان برېښنا شرکت له ازبکستان نه ۴۶۰ میګاواټه برېښنا اخلي چې ۳۰۰ میګاواټه یې یوازې د کابل لپاره ځانګړې شوې ده.

د وارداتي برېښنا کې د ستونزو له کبله اوس مهال یوازې له کورنیو سرچینو څخه ګټه اخیستل کیږي چې ټول ټال ۹۴ میګاواټه د نغلو، ۲۲ میګاواټه سروبي، ۴۰ میګاواټه د ماهیپر او ۵۰ میګاواټه د تره خېلو حرارتي دستګاه څخه برابریږي.

افغانستان دا مهال ۷۰ سلنه برېښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، او ایران څخه واردوي، او همدارنګه د خپلې اړتیا وړ یوازې ۳۰ سلنه نوره برښنا له خپلو داخلي منابعو څخه تولیدوي.

په افغانستان کې د برېښنا نشتوالی له جدي ستونزو څخه ګڼل کیږي چې لا هم ګڼ لوی ښارونه په نور مال ډول برېښنا نه لري.

XS
SM
MD
LG