د لاس رسي وړ اتصالات

سبا ته به کابلیان بیا څلورویشت ساعته برښنا ولري


کابل ښار چې په تیرو نږدې کلنو کې یې د منځنۍ آسیا د هیوادونو د ۳۰۰ میګاواټه وارداتي بریښنا له امله ۲۴ ساعته بریښنا لرله
کابل ښار چې په تیرو نږدې کلنو کې یې د منځنۍ آسیا د هیوادونو د ۳۰۰ میګاواټه وارداتي بریښنا له امله ۲۴ ساعته بریښنا لرله

د افغانستان د بریښنا موسسه وايي چې که چیرې په سالنګ کې موسم طوفاني نه شي ، نو د سې شنبې په ورځ به کابل ته د منځنۍ آسیا هیوادونو نه د وارداتي بریښنا پرې شوي مزي ترمیم او دا ښار بیا ۲۴ ساعته بریښنا ولري.

د بریښنا د موسسې د سوداګرۍ د چارو ریس میرویس عالمي امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل چې د بریښنا د ستنو د بیا رغونې کار بشپړ شوی او اوس یوازې د پرې شویو مزو د بیا نښلولو کار پاتې دی.

عالمي وویل "تراوسه واوره وریده ، اوس یې کار پیل کړی دی په قوي احتمال که د سې شنبې په ورځ واوره ونه اوسي او موسم ښه وي نو انشاالله تر مازدیګره به مزي ونښلول شي ، خو په دې شرط چې موسم طوفاني نه وي او واوره هم ونه شي".

کابل ښار چې په تیرو نږدې کلنو کې یې د منځنۍ آسیا د هیوادونو د ۳۰۰ میګاواټه وارداتي بریښنا له امله ۲۴ ساعته بریښنا لرله د حوت به ۵ کله چې په سالنګونو کې د واورو د ښویدولو پیښې رامخې ته شوې او ورسره د وارداتي‌ بریښنا یو شمیر ستنې ویجاړې شوې ،په تیارو کې ډوب شو.

د افغانستان د بریښنا موسسې په نږدې ۴۵ ورځو کې د کابل ښار اوسیدونکو ته په نوبتي توګه بریښنا برابروله.کابل ته د سې شنبې په ورځ د بریښنا د رسیدولو خبر نن سهار د وزیرانو شورا په غونډه کې د افغان حکومت اجراییه ریس عبدالله عبدالله ورکړ.
ښاغلي عبدالله وویل چې نن د افغانستان خلکو ته یو ښه خبر هم له ځان سره لري.

ښاغلي عبدالله وویل "د بریښنا ریاست ډاډ راکړی چې سبا ته به د بریښنا مزي نښلول کیږي او د کابل اوسیدونکي چې په تیرو هفتو کې یې ډیرې ستونزې ګاللي دي ، د بریښنا له پلوه به یې ستونزې اوارې شي".

د افغانستان د بریښنا ریاست وايي‌ چې کابل ۵۰۰ میګا واټه بریښنا ته اړتیا لري چې زیاته برخه یې د منځنۍ آسیا هیوادونو د وارداتي‌ بریښنا نه تآمینیږي.

XS
SM
MD
LG