د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د وړیا اوړو د ویش پر مهال ټیل ماټیل کې ۱۱ تنه وژل شوي


چارواکي وایي د خلکو لپاره په کافي اندازه اوړه لري خو دا چې خلک ویره لري نوبت به یې ونه رسیږي، ټیل ماټیل کیږي.
چارواکي وایي د خلکو لپاره په کافي اندازه اوړه لري خو دا چې خلک ویره لري نوبت به یې ونه رسیږي، ټیل ماټیل کیږي.

په پاکستان کې امنیتي تدابیر وروسته تر هغه ډیر شول چې پنجشنبه مارچ ۳۰ (کب۱۰) د وړیا اوړو د ویش پر مهال په ټیل ماټیل کې لږ تر لږه ۱۱ تنه ووژل شول.

چارواکو ویلي چې اته تنه په خیبرپښتونخوا او ۳ نور د پنجاب په ولایت کې وژل شوي.

پاکستان چې د نغدو پیسو د جدي کمښت سره مخ دی، تیره اوونۍ یې د روژې په میاشت کې د بې وزلو کورنیو سره د وړیا اوړو ویش پداسې حال کې پیل کړ چې د شیانو بیعې دورمره لوړې شوې چې د دې هیواد په تاریخ کې ساری نلري.

حکومت غواړي پدې کار سره د لږ عاید لرونکو کورنیو د اوږو بار سپک کړي خو د وړیا اوړو د ویش په مرکزونو کې له یوې خوا د خلکو ګڼه ګوڼه ډیره وي او له بلې خوا د خلکو سره دا ویره وي چې د حکومت ددې مرستو تر لاسه کولو لپاره به یې نوبت ونه رسیږي او له همدې کبله ټیل ماټیل کیږي.

د پاکستان د پنجاب ولایت سرپرست حکومت ویلي چې تر اوسه یې پدې ولایت کې په خلکو شل ملیونه خلطې وړیا اوړه ویشل شویدي.

په عین حال کې د خیبر پښتونخوا په ولایت کې چارواکي وایي چې د خلکو لپاره په کافي اندازه اوړه لري خو دا چې خلک حوصله نکوي له همدې کبله ټیل ماټیل شوی.

د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف حکومت داسې مهال په هیواد کې د وړیا اوړو ویش پیل کړی چې لا یې هم د پیسو د نړیوال وجهي صندوق څخه ۱.۱ ملیارد ډالر اقتصادي مرستې ندي تر لاسه کړي او د داسې اقتصادي بحران سره مخ دی چې د دې هیواد په تاریخ کې ساری نلري.

د خپل تاریخ تر ټولو ناوړه اقتصادي وضعیت تر څنګ، د پاکستان د بهرنیو شتمنیو ذخیره هم مخ په کمیدو ده او انفلاسیون هم په بې سارې توګه ۴۵ سلنې ته رسیدلی.

د خوراکي موادو د نرخونو لوړوالي او د ګاز او برښنا په بیلونو کې ډیروالي په ټول پاکستان کې خلک اندیښمن کړي. اقتصادي کارپوهان چې په پاکستان کې اقتصادي چارې څاري وایي دا هیواد د آی ایم ایف لخوا د اقتصادي مرستو تر لاسه کولو کې د ځنډ له کبله د داسې یو حالت سره مخ دی چې نشي کولی خپل په ټاکلې مودې ادا کړي.

دغه کارپوهان وایي چې په تیر یو کال کې د سبزیجاتو، میوو، غلې دانو، لبنیاتو او برښنا نرخونه دوه چنده لوړ شوي او بزګران هم نشي کولی چې د خپلو کښتونو لپاره کیمیاوې سرې په ټیټ نرخ پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG