د لاس رسي وړ اتصالات

ولې تکزاس کې ۱۱ امریکایي عسکر روغتون کې بستر شول؟


دا د فورټ پلیس د پوځي مرکز مخه ده
دا د فورټ پلیس د پوځي مرکز مخه ده

په امریکا کې چارواکي وايي د دغه هېواد ۱۱سرتیري له هغه وروسته روغتون ته انتقال شول چې د یخ ضد مواد (antifreeze) یې وڅښل.

چارواکي وايی دغو سرتیرو د یخ ضد مایعاتو باندې د شرابو ګمان کړی و.

د یخ ضد موادو کې اتیلن ګلیکول شامل دي چې په اوبو کې ګډیږي او د یخ کېدو او کنګل کېدو مخه نیسي. دا مایعات تر ډېره په موټرو کې استعمالیږي.

په بستر شویو سرتیرو کې یې د دوو حالت ښه نه ښودل کیږي.

دا پېښه د پنجشنبې په ورځ شوې ده خو د پوځ چارواکو وروسته رسنیو ته خبر ورکړی دی.

د پوځ یوه اعلامیه وايي‌ چې دا سرتیري د امریکا د تکزاس د ال پاسو په سیمه کې « فورټ بلیس» د قطعې غړي وو او له لسو ورځو روزنې وروسته له دغې پېښې سره مخامخ شوي.

امریکایي سرتېرو ته اجازه نشته چې په مرکز کې د روزنې پر مهال الکول وڅښي.

د پوځ یوه چارواکي وویل چې سرتیرو فکر کاوه چې دا الکولي مواد دي او څښلي يي‌وو. چارواکي وايي د دغو موادو څښل د ګردو د فلج کېدو او انسان د مړینې لامل هم کېدای شي.

پوځ د دغو سرتیرو نومونه نه دي خپاره کړي، خو دوی ټول په روغتون کې بستر دي. د فورټ بلیس پوځي قطعه کې شاوخوا ۱۷۰۰۰سرتېري‌ اوسیږي.

XS
SM
MD
LG