د لاس رسي وړ اتصالات

جمیز کننگهم: د نړیوالو پام باید په پاکستان تمرکز وکړی


جیمز کننگهم، په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر
جیمز کننگهم، په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر

دا باید له یاده ونه باسو چې د افغانستان په مسله کې څومره نړۍ وال شریکان په دې کې له موږ سره شریک دي، دا یوازې د امریکا ستونزه نده.

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر جمیز کننگهم وايی د نړیوالو سترگې باید پر پاکستان تمرکز وکړی. داسی ښکاری چی د سولی لپاره مذاکرات نه بلکه د امریکايی قواو د وتلو لپاره مذاکرات شویدی.

دا څرگندونې د چهارشنبې په ورځ پخوانیو سفیرانو انتونی وین او جیمز کننگهم د جان هاپکنز پوهنتونو په هغه غونډه کې وکړلې چی د افغانستان د روانو حآلاتو په برخه کې د غور او څیړنې لپاره جوړه شوې وه.

دغه غونده پداسې حال کې کیږي چې د امریکا ځانگړی استازی خلیلزاد د امریکا د کانگرس بهرنې کمیټې توضیحاتو لپاره استماعیه غونډې ته وربللی دی.

د جان هاپکنز پوهنتونو دا غونډه په حقیقت کې د سولی د روانو مذاکراتو ارزونه وه.

له ناکامۍ نه ځان ژغورنه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:35 0:00

د غونډې اصلی مقصد داو چی په افغانستان کې دامریکا اتلس کلن حضور د ناکامۍ مخه څنگه ونیول شی. او د خلیل زاد مذاکرات چی اصلی ټکی ېې لا معلوم ندي و ارزول شی چی ایا څه ډول سوله او پالیسي ددی سبب کیدلی شی چی د امریکا حضور ناکامي ونه بلل شی.

په افغانستان کې د امریکا د حضور نقش د افغانستان د امنیتي وضعیت، سیاسی ثبات او اقتصادي پرمختگ له مخې نه وارزول شو او د بري گټی او تاوانونه بیان شول.

له سفیر جیمز کننگهم نه پوښتنه وشوه چی تراوسه پورې چی د سولی مذاکراتو کې څه لاسته راغلی دی د هغوی ارزیابی وکړی. په خاصه توگه دا هم ووايی چی ایا د ملی وحدت حکومت به په انتخاباتو کې بریالی را وزی که نه.

ښاغلی کننگهم هغه وخت کې په افغانستان سفیر و چې د امریکا سفیر چی جان کیری د افغانستان د اوسنی ملی وحدت د حکومت لپاره منځگړتیا کوله او وروسته یی بیا تشکیل کړ.

هغه وویل "...نن چې موږ په کوم حآلت کې واقع یو ، زه فکر کوم دا د ولسمشر ټرمپ د ادارې ریښتینی فضیلت او برتری وه چی د جنوب ختیځې آسیا ستراتیژی ېې دری کاله مخکې جوړه کړله ، ولسمشر ټرمپ د اول ځل لپاره په دې ستراتیژئ کې سوله د یو هدف په توگه اعلان کړله او یو شمیر هغه نیمگړتیاوېې اصلاح کړلی چی د پخوانی ولسمشر اوباما له دورې نه پاتې وې. هغه هم غوښتل چی همدغه راز اهداف لاسته راولی چی یو پکې د امریکا د پوځونو را ویستل وو. هغه ددې کار لپاره وروستۍ نیټه څو څو ځلې بدله کړله.

ښاغلی کننگهم وویل په پای کې اوباما په دې بریالی نشو چی په خپله دوره کې د امریکا عسکر له ا فغانستان نه وباسی نو بلی ادارې ته ېې په میراث پرېښود.

ښاغلی کننگهم وویل هغه وخت هم د سولی د مذاکراتو لپاره هڅی وشولی خو طالبانو مذاکرات نه کول ځکه موږ طآلبانو ته ویلی وو چیموږ له افغانستان نه وزو. نو په داسی حال کې به ولی مذاکرات وکړی.

د غونډی بلې گډون والې لاوریل میلرچی پخوا د افغانستان او پاکستان لپاره دامریکا خاصه استازې وه، دسولی په برخه کې ېې وویل: "... دا لومړی ځل دی چی امریکا په افغانستان کې د سولی لپاره جدی مذاکرات کوی ا و دا د پالیسۍ مرکزی برخه ده. سفیرې لاوریل زیاته کړله چی تقریبا د نهو کلونو لپاره دامریکا پالیسی په دې برخه کې ابتدايی او بسیطه وه چی د مذاکراتو له لارې د افغانستان شخړه اواره شی. خو په واقعی توگه ددیپلوماتیک حل لپاره په داسی توگه چی د پالیسی مخکښه برخه تشکیلوی داکار نه وشوی. په دې ترڅ کې ښکته او پورته خبرې او اقدامات شویدی خو په داسی جدی توگه نه ول."

XS
SM
MD
LG