د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د پوليو یولسمه پېښه نن په کندهار کې ثبت شوه


د کندهار ولایتروغتیايي چارواکي وايې چې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ دا نوې پېښه د دې ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالقیوم پخلا امریکاغږ اشنا رادیو ده وويل، ګوزڼ وهلې یوه یولس میاشتنې ماشومه ده چې کورنۍ یې د ارغنداب ولسوالۍپه پهلوان سیمه کې اوسیږي.

هغه وایي، په ارغنداب ولسوالۍ امنیتي وضیعت ښه دی اود ټولو سیمو ماشومانو ته د هر کمپاین پر مهال د پولیو ضد څاڅکي رسیږي.

ډکټر پخلا زیاته کړه، چې دې ماشومې څلور ځله واکسین هم اخیستی دی.

هغه وویل" د سبحانېپه نوم دا ماشومهچې د ارغنداب ولسوالۍ د پهلوانسیمې اوسیدونکې ده، څلور ځله واکسین هم اخیستی، زموږ روغتیايي ټيمونه تحقیق کوي څو معلومه کړي، چې ستونزه په څه کې وه او ولې دا ماشومه تر څلور ځل واکسین اخیستو وروسته بیاهم ګوزڼ وهلې ده".

د کندهار روغتیايي چارواکي وایي، چې په راتلونکو څو ورځو کېبه په ارغنداب ولسوالۍ، کندهار ښار او ډنډ ولسوالۍ کې د پولیو واکسین ځانګړی کمپاین پیل شي.

بل خوا په افغانستان کې د پولیو د له مینځه وړلو د ګډ پروګرام مسئولین وايې، چې په کندهار کې د پوليو نوې پېښه د اندېښنې وړ مسئله ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې یا یونیسف د پوليو د پروګرام ویاند سید کمال شاه امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، چې د ګوزڼ وهلې ماشومې د پولیو ویروس د کندهار ښار له د محیطي ويروس سره تړاو لري چې د زرګونو نورو ماشومانو روغتیا ته هم ګواښ دی.

ده وویل" ارغنداب د کندهار یوه له هغو ولسوالیو ده چې د واکسین کمپاینونه پکې عملي شوي، خو دې نویې پیښې وښودله چې پدې ولایت کې د ګوزڼ خطر لاهم پر خپل حال پاته دي او تر هر ماشوم پورې باید د واکسین دوه څاڅکي ورسول شي".

د روان عیسوي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د پيښو شمیر یولسو رسیدلی، چې یوازې شپږ يې په کندهار، یو په ننګرهار، یوه په هلمند او درې نورې په کونړ ولایت کې ثبت شوي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG