د لاس رسي وړ اتصالات

ایمرجنسي روغتون: تېر کال مو افغانستان کې د جګړې نژدې ۱۶زره ټپيانو درملنه کړې


په افغانستان کې د ایمر جنسي روغتون وايي، په تېر یو کال کې په مرکز کابل او ولایتونو کې دغه روغتون ته د وروړل شوو کسانو زیاته برخه د جګړو ټپيان وو.

دغه روغتیايي مرکز د جمعې په ورځ سپټمبر ۳۰ (تلې اتمه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې په کابل، د هلمند مرکز لښکرګاه او د پنجشېر عنابه ولسوالیو روغتیايي مرکزونو کې یې څه باندې ۱۶زره ناروغان درلودلي دي.

په افغانستان کې د ایمرجنسي روغتون سرپرست دیان پانیک ویلي چې د دغه نارغانو له ډلې څه باندې ۳۰۰۰ یوازې په کابل کې تر درملنې لاندې نیول شوي او په خبره یې له همدې امله په دغه مرکز کې اړتیا ته په کتو یې د بېړنۍ درملنې مرکز فعال کړی دی.

په افغانستان کې د ایمرجنسي روغتون د سرپرست په وینا د دغه ناروغانو څه باندې ۹۰ سلنه یې په جګړو کې د ټپي کیدو له امله کړیږي.

ښاغلي پانیک ویلي: "موږ هره ورځ د ډزو، چرې، د چاقو، ماین چاودنو، او لاسي بمونو چاودنو له امله ټپي شوي کسان له لاسه کوو. په هیواد [افغانستان] "کې امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول په مرکز کې پېچلی دی."

پر همدې مهال یاد روغتون ویلي چې د کابل ښار د تیرې ورځې له چاودنې څخه ۲۲ ټپيان دغه روغتون ته ور وړل شوي دي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنابع ټکور ویلي چې پرون جمعه د کابل ښار دیارلسمه امنیتي حوزه کې په «کاج» تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټبیان شوي دي.خو د دغه روغتون یوه مسؤل د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وویل چې په دغه چاودنه کې ۳۵ تنه وژل شوي او څه باندې ۴۰ نور ټپیان شوی دي.

د سرچینې په وینا د وژل شوو کسانو له ډلې ۳۲ تنې یې نجونې دي چې د کانکور ازموینې کې یې ګډون کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې له پنځلسمې وروسته طالبانو پر افغانستان واکمن شوي دي. طالب چارواکو تر دې مخکې ویلي چې په ټول هیواد کې امنیت تامین کړئ دی او ادعا یې کړې چې په ټول هیواد کې د جګړې مخه نیولې ده.

ایمرجنسي یو بشري روغتیايي سازمان دی چې په ۱۹۹۴ کال کې په جګړو کې د ټپي شوو کسانو درملنې په هدف رامنځته شوی دی.

دغه سازمان د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۹ کال کې خپل فعالیت پیل کړ او د رسمي معلوماتو په اساس دغه سازمان په یاده موده کې د څه باندې اووه میلیونه افغانانو درملنه کړې ده.

په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې د سړک غاړې ماین چاودنو او هوايي بریدونو قربانیان هم دغه روغتونونو ته ور وړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG