د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې داعش او نورې ترهګرې ډلې څارو - پنټاګون


د متحده ایالتونو د دفاع وزارت (پنټاګون) ویاند پټ رایډر
د متحده ایالتونو د دفاع وزارت (پنټاګون) ویاند پټ رایډر

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د یو کال پوره کېدو سره هم مهاله، د امریکا د دفاع وزارت وايي د دې وړتیا لري چې په افغانستان کې د داعش په شان ترهګرې ډلې وڅاري او پر ضد یې عملیات ترسره کړي.

د متحده ایالتونو د دفاع وزارت ویاند پټ رایډر پرون چهارشنبې د اګست ۳۱ (وږي ۹) خبریالانو ته وویل چې متحده ایالتونه د اسلامي دولت (داعش) د خراسان ډلې له خوا امریکا ته متوجه راتلونکي احتمالي بریدونه څاري او ددغې ډلې پر ضد به مبارزې ته دوام ورکړي.

هغه وویل: "د کومې حیرانتیا خبره نده چې په افغانستان کې د داعش خراسان په شان ډلې موجودې دي چې د تروریستي بریدونو د تر سره کولو تمایل لري او دا هغه څه دي چې مونږ به یې څارلو ته دوام ورکړو او کله چې لازمه وي پر ضد به یې اقدام هم کوو."

ښاغلي رایډر زیاته کړه چې امریکا د دې وړتیا لري چې د نړۍ له هرګوټ څخه ورته د متوجه ګواښونو پر ضد اقدام وکړي. د پنټاګون دغه ویاند وویل: "مونږ د هر هغه ترهګریز ګواښ په وړاندې چې د نړۍ له هرې برخې څخه زمونږ هیوادوالو او هیواد ته خطر پېښوي، د ځواب ویلو پوره امکانات لرو".

د پنټاګون د معلوماتو پر اساس، د دفاع وزیر لویډ آستن تېره ورځ د ویرجنیا په ایالت کې د آرلینګټن ملي هدیرې ته ولاړ او په افغانستان کې د وژل شویو امریکايي عسکرو یاد ته یې درناوی وکړ.

له بلې خوا، طالبانو له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو لومړۍ کلیزه، د بګرام په هوايي ډګر کې په جوړ شوي پوځي رسم ګذشت او په کابل او نورو ښارونو کې په غونډو او شعار ورکولو سره ولمانځله.

د طالبانو د دفاع وزارت کارکوونکی شمس احمد عمري وايي: "موږ ډېر خوشحاله یو. د افغانستان ټول خلک دا ورځ لمانځي. د اسلام بیرغ لوړ رپېږي او موږ خوشحاله یو چې د اسلامي بیرغ لاندې کار کوو او ژوند کوو. دا هغه ورځ ده چې امریکایان له دې ځایه وشړل شول."

د طالبانو د حکومت یو کال تېر شو خو لا تر اوسه د هیڅ کوم هیواد له خوا په رسمیت ندی پیژندل شوی، اقتصادي بحران د خلکو ستونزې زیاتې کړیدي او ډیر شمیر افغانان د نجونو او ښځو د تعلیم او کار په هکله د طالبانو د حکومت له پالیسیو خوښ نه دي.

خو بیا هم یو شمېر افغانان له شل کلن جنګ وروسته د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د نسبي امنیت په رامنځته کېدلو خوښ دي.

د کابل په ښار کې د ضیاالدین ولیزاده د دوکان کاروبار ورو شوی خو هغه راتلونکي ته هیله لري او وايي: "په یوه هېواد کې تر ټولو ښه شی امنیت دی، ځکه چې که په کوم هېواد کې امنیت وي، سوداګر غواړي پانګونه وکړي او کارخانې به فعالې شي".

نصیراحمد ساپی، د کابل په ښار کې بل دوکاندار هم د نسبي امنیت په راتلو خوښ دی. وايي، پخوا به هره ورځ ۱۰۰ یا ۱۵۰ ځوانان وژل کېدل خو اوس دا دی یو کال وشو چې جګړه نشته.

زمری حبیبي د سرک په غاړه په کراچۍ کې سودا پلوري. هغه هم د امنیت په راتلو خوښ دی خو خپل اقتصادي وضعیت ته اندېښمن دی. هغه وویل: "اوس یوازینۍ ستونزه دا ده چې خلک کار نه لري، نور هر څه سم دي. سوله راغلې ده."

که څه هم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو یو کال وروسته د افغانستان په ډیرو برخو کې اوس کراري ده او جنګونه ختم شويدي، خو د داعش خراسان ډله د طالبانو او نورو افغانانو پر ضد کله ناکله بمي بریدونه تر سره کوي او د "مقاومت جبهې" جنګیالي د پنجشېر او اندراب په ځینو سیمو کې د طالبانو په وړاندې جنګېږي.

XS
SM
MD
LG