د لاس رسي وړ اتصالات

اروپا او د اسیا ملګرو یې افغانستان کې د جګړې د ژر بندېدو غوښتنه وکړه


نړیوالو په افغانستان کې د جګړې د ژر بندېدو غوښتنه کړې
نړیوالو په افغانستان کې د جګړې د ژر بندېدو غوښتنه کړې

د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان او د دغه سازمان اسیايي ملګرو په افغانستان کې د تاوتریخوالي په دوام باندې اندېښنه ښودلې او د سولې د خبرو په دوام یې ټینګار کړی دی.

دغه سازمان په ویانا کې د افغانستان د سفارت له خوا په جوړه شوې غونډه کې د افغانستان د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو له ساتنې او له سوله‌ییزې لارې د شخړې له هوارولو څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

په دې غونډه کې چې په انلاین بڼه وشوه د استرالیا، جاپان، تایلند، ترکیې، اروپايي ټولنې، جرمني، تاجکستان، کاناډا، امریکا، بریتانیې، ازبکستان، قزاقستان او روسیې استازو او سفیرانو ګډون درلود.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ جولای ۲۴ (زمري ۲) وویل چې د غونډې ګډونوالو د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتوالی وغنده.

د دغه وزارت سیاسي مرستیال میرویس ناب په دې غونډه کې وویل طالبانو د خپلو ژمنو په خلاف له تروریستي ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړي بلکې له سیمه‌ییزو تروریستي ډلو سره په همکارۍ یې "د خلکو وژنې، د افغانستان د زیربناو تخریبولو او په پراخه کچه د ښځو د حقونو نقضولو" ته یې دوام ورکړی دی.

ښاغلي ناب زیاته کړه: "طالبان او وروسره ملګرې تروریستي ډلې له تاوتریخوالي ډکې سخت‌دریځۍ په پراخولو سره نه یوازې د افغانستان لپاره بلکې ټولې سیمې او نړۍ ته یو لوی ګواښ ګڼل کېږي".

هغه د پاکستان له لوري د طالبانو په تروریستي او تخریبي فعالیتونو باندې د سترګو په پټولو "خواشیني" وښودله او ویې ویل چې د افغانستان حکومت تمه لري ترڅو د طالبانو تخریبي کړنې وغندل شي او دغې ډلې ته اجازه ورنکړي چې په نورو هېوادونو کې غیرقانوني حضور ولري.

تېره اونۍ هم په افغانستان کې د متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې او یو شمیر نورو هېوادونو سیاسي استازولیو په دغه هېواد کې د اوربند په ټينګولو او او د تاوتریخوالي په پای ته رسولو ټینګار کړی و.

خو بل خوا طالبانو ویلي تر هغې چې د مذاکراتو له لارې په کابل یو نوی حکومت رامنځ ته او جمهور رئیس غني له واک څخه لرې نشي په افغانستان کې سوله نشي راتللی.

خو د افغانستان حکومت د طالبانو د دغو څرګندونو په ځواب کې وویل چې لومړی باید "وحشت" پای ته ورسېږي او اوبند ټینګ شي، له هغې وروسته به نور ګامونه واخیستل شي.

په عامه او ستراتيژیکو اړیکو کې د افغانستان د جمهور رئيس سلاکار وحید عمر تېره ورځ وویل: "له هر څه څخه وړاندې د افغانانو د وژنې ودرول زموږ لپاره جدي بحث دی، هغه څه چې د افغانستان خلک یې غواړي تر ټول دمخه د روان وحشت ودرول دي".

هغه یوځل بیا په افغانستان کې د ټاکنو له لارې د سیاسي واک په ترلاسه کولو ټینګار وکړ.

XS
SM
MD
LG