د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: نوی حکومت دې جوړ شي؛ افغان حکومت: اول وحشت بند کړئ


د افغانستان د اسلامي‌ جمهوریت او طالبانو استازي په قطر کې د خبرو په وخت
د افغانستان د اسلامي‌ جمهوریت او طالبانو استازي په قطر کې د خبرو په وخت

د طالبانو یو ویاند ویلي چې په افغانستان کې د نوي‌حکومت له جوړېدو پرته سوله نشي‌ راتلای، خو د افغانستان چارواکي وايي چې حکومت په یوه ورځ کې بدلیدای شي.

د جمهوري ریاست د عامه او ستراتیژیکو اړیکو مسئول وحید عمر په افغانستان کې د نوي حکومت د جوړېدو په اړه د طالبانو د څرګندونو په ځواب کې ویلي دي چې د حکومت تر بدلولو مخکې باید «وحشت» بند شي.

وحید عمر دا خبرې د طالبانو د یو استازي‌ سهیل شاهین د څرګندونو په غبرګون کې په خپل ټویټر کې لیکلي دي.

هغه لیکلي: «د افغانستان خلک لومړی د اوسني وحشت بندول غواړي. تاسو جنګ بند کړئ، د خبرو میز ته ستانه شئ ترڅو په ټولو موضوعاتو باندې خبرې وکړو. د حکومت بدلون د کار تر ټولو اسانه برخه ده. زمونږ خلک په یوه ورځ کې رایه ورکوي او نوی حکومت ټاکي.»

په دوحه کې د طالبانو د سولې د مذاکراتي پلاوي غړي سهیل شاهین اسوشیتډ پرس سره په مرکې کې ویلي‌ دي‌ چې د خبرو له لاري د نوي حکومت له جوړېدو او له واک څخه د «ولسمشر غني له لېرې» کېدو پرته په افغانستان کې سوله نشي‌ راتلای.

سهیل شاهین دا خبره هم کړې ده چې طالبان د واک انحصار نه غواړي.

څه موده مخکې د طالبانو یو بل استازي‌ عباس ستانکزي په مسکو کې ویلي وو چې په افغانستان د سولې د راتلو لپاره دې «ولسمشر اشرف غني واک پرېږدي».

خو ولسمشر غني ټېنګار کوي چې واک به د ټاکنو له لارې خپل ځای ناستي ‌ته پرېږدي. ښاغلي غني دا خبره هم کړې ده چې له وخت څخه مخکې ټاکنو ته هم چمتو دی.

د طالبانو د دغو څرګندونو په اړه د سیاسي چارو ځينې کارپوهان متفاوت نظرونه لري. د مخکني ولسمشر حامد کرزي یو پخوانی مشاور شهزاده مسعود هم په دې نظر دی چې باید یو پراخ ملي حکومت جوړ شي،‌ خو تر هغه مخکې باید خشونت بند شي.

ښاغلي مسعود وویل چې د پراخ ملي" حکومت د جوړیدو لپاره زما په نظر دواړو خواو ته انعطاف په کار دی او تر ټولو حیاتي مسله د افغانانو لپاره د روان تاوتریخوالي صفر درجې ته ټیټیدل دي او بیا په دوهم قدم کې دوی سره کښیني په یو پراخ ملي حکومت باندې توافق ته ورسیږي او دا توافق باید د نړیوالو له خوا یې ملاتړ وشي او ملي مشروعیت د افغانستان د واقعي عنعنوي لویې جرګې څخه ترلاسه کړي".

د سیاسي چارو یو بل کارپوه اسدالله ندیم د طالبانو وړاندیز د سولې په برخه کې د پرمختګ په لوري یو ګام ګڼي خو وايي، چې د سولې په خبرو کې د بحث د یوې مسلې په توګه مطرح کیدلی شي.

ښاغلي ندیم وویل " دا یو قدم دی خو دا اړخ هم باید خپل وړاندیز مطرح کړي".

طالبان داسې مهال د نوي‌ حکومت خبره کوي چې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی دی او افغان چارواکي وايي‌ چې طالبان غواړي د زور له لارې واک ته ورسیږي.

د سه شنبې په ورځ ولسمشر غني وویل چې د افغانستان د مصالحې د عالي‌شورامشر عبدالله عبدالله ورته ویلي‌ دي چې طالبانو د سولې اراده نلري.

XS
SM
MD
LG