د لاس رسي وړ اتصالات

د نړیوال جام په سیالیو کې انګلنډ بنګله دېش ته ماتې ورکړه


د بنګله دېش او انګلنډ لوبه د هند په درمشالا کې وه. دغلته افغانستان خپله لومړۍ لوبه بایللې وه
د بنګله دېش او انګلنډ لوبه د هند په درمشالا کې وه. دغلته افغانستان خپله لومړۍ لوبه بایللې وه

د کرکټ د ۲۰۲۳ په نړیوال جام کې انګلنډ نن سه شنبه اکتوبر لسمه (تله ۱۸) په خپلې دویمې لوبې کې بنګله دېش ته په ۱۳۷ منډو ماتې ورکړه.

انګلنډ په ۵۰ اورونو کې بنګله دېش ته ۳۶۴ وکړې خو د بنګله دېش ټول لوبغاړي په ۲۲۷ منډو وسوځېدل.

دا لوبه د هند په درمشالا کې وه. دغلته افغانستان په بنګله دېش باندې خپله لومړۍ لوبه وبایلله.

د انګلنډ د سر لوبغاړي ډاویډ مالان ۱۴۰ منډې وکړې، جوای روټ ۸۲ او بېرستو ۵۲ منډې وکړې.

د بنګله دېش مهدي حسن د انګلنډ څلور او شرف الاسلام درې لوبغاړي اوټ کړل.

د انګلنډ په توپ اچوونکو کې بیا ټاپلي د بنګله دېش څلور لوبغاړي وسوځول.

د بنګله دېش لاتن داس ۷۶ او مشفق الرحیم يې ۵۱ منډې وکړې، خو د هدف د پوره کېدو لپاره کافې نه وې.

د لوبې غوره لوبغاړي د انګلنډ ډاویډ مالان شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG