د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ نړیوال جام؛ د بټلر د سلیزې په مټ انګلنډ سريلانکا ته ماتې ورکړه


دا په نړیوال جام کې د انګلنډ څلورمه لوبه وخ چې ویې ګټله
دا په نړیوال جام کې د انګلنډ څلورمه لوبه وخ چې ویې ګټله

انګلنډ د کرکټ د نړیوال جام په روانو سیالیو کې د دوشنبې په ورځ نومبر اوله (لړم۱۰) خپله څلورمه لوبه هم وګټله.

دا لوبه په شارجه کې وشوه چې انګلنډ په شلو اورونو کې سریلانکا ته د ۱۶۴ منډو هدف ورکړ.

د انګلنډ لوبغاړي جوس بټلر لومړی لوبغاړی شو چې په روان شل اوریز نړیوال جام کې ۱۰۰ منډې کوي. ده په ۶۷ توپونو ۱۰۱ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېده.

دی د دغې لوبې غوره لوبغاړ شو.

انګلنډ تر دې مخکې اسټرالیا، ویسټ انډیز او بنګله دېش ته هم ماتې ورکړې دي.

درې نورې لوبډلې به هم نیمه پایلوبې ته وځي. افغانستان د چهارشنبې په ورځ له هند سره لوبه لري او بیا له نیوزلنډ سره لوبه لري.

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ په متحدو عربو اماراتو کې روانې دي.

XS
SM
MD
LG