د لاس رسي وړ اتصالات

اصغر افغان له کرکټ څخه استعفا اعلان کړه


اصغر افغان
اصغر افغان

په پاکستان باندې د کرکټ د لوبې تر بایللو وروسته د افغانستان د کرکټ مجرب لوبغاړي او پخواني کپتان اصغر افغان له نړیوال کرکټ څخه استعفا اعلان کړه.

ښاغلی افغان تل د افغانستان د کرکټ د مینه والو له لوري د «خرابې لوبې» له کبله له انتقادونو او فشارونو سره مخامخ و.

نوموړي نن شنبه اکتوبر ۳۰ (لړم۸) په خپل رسمي فیسبوک کې د یو ویدیويي پیغام له لارې استعفا اعلان کړه.

هغه وايي: « تاسو ته بهرته معلومه ده د ۱۶ کالو راهېسې د ملي لوبډلې لوبغاړی یم او له شاوخوا اوو کالونو راهېسې کپتان پاتې شوی یم... نن د خپل ژوند باره کې غواړم چې یوه ډېره مهمه پرېکړه وکړم تر څو ځوانانو ته نور فرصت هم برابر شي. کېدای شي امکان لري سبا زما اخرنۍ لوبه د انټرنیشنل (نړیوال) کرکټ شي، استعفا ده... دا فیصله کول ډېر مشکل وي د لوبغاړي لپاره...»

ښاغلي افغان په خپلو خبرو کې د ټولو هغو لوبغاړو او روزنکو څخه مننه وکړه چې له هغه سره یې همکاري او مرسته کړې ده. هغه د خپلو مینه والو او منتقدینو څخه هم مننه وکړه او وویل چې د هغوی له انتقاد څخه یې ډېر څه زده کړي دي.

اصغر افغان تر دې دمه افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تر ټولو بریالی کپتان بلل کېږي خو په انفرادي لحاظ د هغه په «لوبو» تل نیوکه شوې ده.

اصغر افغان په ۲۰۰۹ د افغانستان لپاره خپله لومړۍ نړیواله یوه ورځنۍ لوبه د سکاتلنډ په مقابل کې وکړه، په ۲۰۱۰ کې د ایرلنډ خلاف لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه او په ۲۰۱۸ کې یې د ټست لومړۍ لوبه وکړه.

اصغر افغان د افغانستان لپاره ټولې ۱۱۴ یوه ورځنۍ لوبې کړې چې ۲۴۲۴ منډې لري. یوه سلیزه او ۱۲ پنځوسیزې لري.

د کرکټ د نړیوالې شورا د معلوماتو په اساس ښاغلي افغان تر دې دمه ټولې ۷۴ شل اوریزې لوبې کړې چې ۱۳۵۱ منډې یې کړي دي. او شپږ ټست لوبې یې کړې چې ۴۴۰ منډې یې لري چې یوه یې سلیزه ده.

ښاغلی افغان په ۲۰۱۷ کې د نوروز منګل له استعفا وروسته د افغانستان د ملي لوبدلې کپتان وټاکل شو.

XS
SM
MD
LG