د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: د غزې ټول نفوس د خوړو د سخت کمښت سره مخامخ دی


د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن
د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۹ (کب ۲۹) غزې تړانګې ته د بیړنیو بشري مرستو په رسولو ټینګار وکړ او اندېښنه یې وښودله چې د غزې ټول اوسېدونکي د خوړو د سخت کمښت سره مخامخ دي.

بلینکن فیلیپین ته د رسمي سفر پر مهال یوې خبري غونډې ته وویل: "د روان وضعیت د موثقو سروې ګانو له مخې، د غزې سل په سلو کې نفوس د خوړو د شدید کمښت سره مخامخ دی. دا لومړی ځل دی چې ټول نفوس دا ډول طبقه بندي شوی دی."

بلینکن دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې ټاکل شوې نوموړی د سعودي عربستان او مصر له چارواکو سره په غزه کې د اوربند د ټینګولو او د مرستو د رسولو پر لارو چارو وغږېږي.

د ملګرو ملتونو په ملاتړ د خوړو د کمښت یوې ارزونې د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د غزې نیمایي خلک د "ویجاړونکي" لوږې سره مخامخ دي، او اټکل یې کړی چې که عاجلې مرستې ونه رسیږي، د مۍ تر میاشتې پورې به د تړانګې شمالي سیمې له قحطۍ سره مخامخ شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د څانګې مشر مارتین ګریفیتس پر اسرائیل غږ کړی چې غزې ته له کوم خنډ پرته د مرستو اجازه ورکړي او خبرداری یې ورکړی چې په دې برخه کې "فرصت له لاسه وځي."

په غزه کې خونړۍ جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د حماس اورپکو د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل بې ساری برید وکړ. اسرائیل دغه برید ته د غزې پر تړانګه باندې په بمباریو او ځمکنیو عملیاتو سره ځواب ورکړ.

په داسې حال کې چې مرستندویه ادارې غزې ته، په ځانګړې توګه د تړانګې شمالي سیمو ته، د لاسرسي په برخه کې د سترو ستونزو راپور ورکوي، ملګرو ملتونو د څو اوونیو راهیسې د قحطۍ خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو ادارې وايي، بسپنه ورکوونکي د هوا یا سمندر له لارې د مرستو رسولو ته مخه کړې، کوم چې د ځمکې له لارې د مرستو رسولو ګټور بدیل نه ګڼل کیږي.

د خوړو د خوندیتوب یوې څارونکې ادارې د دوشنبې په ورځ وویل چې په داسې حال کې چې د قحطۍ لپاره تخنیکي معیارونه لا تر اوسه نه دي پوره شوي، خو "د مړینې او خوارځواکۍ د کچې ټول شواهد په دې لور سرعت ته اشاره کوي."

بلینکن د ملګرو ملتونو د معلوماتو په حواله ویلي چې د غزې سل سلنه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې په سودان کې ۸۰ سلنه او په افغانستان کې ۷۰ سلنه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

بلینکن د مرستې رسولو د اړتیا په اړه وویل: "دا حالت ایجابوي چې [د بیړنیو مرستو رسولو] چارو ته لومړیتوب ورکړل شي... موږ ډیر څه ته اړتیا لرو، موږ دې ته اړتیا لرو چې مرستې دوام ومومي، او موږ اړتیا لرو چې دا لومړیتوب وي چې د خلکو اړتیاو ته په مؤثره توګه ځواب ووایو."

بلینکن د ختیځې اسیا هېوادونو ته د سفر پر مهال د فیلیپین په پایتخت مانیلا کې دی چې د نوموړي ددې سفر موخه د چین پر وړاندې د سیمه ییزو متحدینو لپاره د متحده ایالاتو ملاتړ پیاوړی کول ښودل شوې ده.

د خپل فیلیپیني سیال سره د ګډ مطبوعاتي کنفرانس په جریان کې، بلینکن څخه د هغو ګامونو په اړه وپوښتل شول چې هغه د بهرنیو خبریالانو لپاره غزې ته د لاسرسي نشتوالي په نښه کولو لپاره اخلي.

بلینکن وویل: "په ښکاره توګه د جګړې په یوه فعاله سیمه کې ژور امنیتي ملحوظات شته او باید په پام کې ونیول شي. مګر خبریالانو ته د لاسرسي اساسي اصول هغه څه دي چې موږ یې تر شا ولاړ یو."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG