د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمني صدراعظم په غزه کې د اوږدمهاله اوربند غوښتنه وکړه


د جرمني صدراعظم اولاف شولتز په بیت المقدس کې د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په ګډ خبري کنفرانس کې
د جرمني صدراعظم اولاف شولتز په بیت المقدس کې د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په ګډ خبري کنفرانس کې

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز د یکشنبې په ورځ مارچ ۱۷ (کب ۲۷) په جګړه ځپلې غزه کې د یرغمل شویو کسانو د آزادولو لپاره د یوې معاملې چې د «اوږد مهاله اوربند» سره مل وي، غوښتنه وکړه. دا پداسې حال کې دي چې د جګړې اړخونو د اوربند پر سر خبرو ته تیاری ښودلی دی.

ښاغلي شولتز په بیت المقدس کې د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل: "موږ د یرغمل شویو کسانو د ژغورلو لپاره یوې معاملې ته اړتیا لرو چې د اوږدمهاله اوربند سره مل وي."

هغه زیاته کړه، چې دوی د یرغمل شویو کسانو د کورنیو په اندیښنه پوهیږي چې د څه دپاسه پنځو میاشتو راهیسې بندیان دي.

ښاغلي شولتز وویل د دې وخت رارسیدلی چې د یرغمل شویو کسانو د ژغورلو لپاره چې لاهم په بند کې دي یوه پراخه معامله وشي."

اسرائیل ته د جرمني د صدراعظم اولاف شولتز د سفر سره جوخت، اسرائیلي چارواکي په قطر کې د خبرو اترو نوي پړاو ته په تمه دي، چې هدف یې د اسرائیل او حماس ترمنځ د نوي اوربند خوندي کول دي.

نتانیاهو په کور دننه تر سخت سیاسي فشار لاندې دی چې د حماس د بې ساري برید په ترڅ کې د اکتوبر په اوومه د اسرائیل په جنوب کې نیول شوي یرغمل خوشې کړي، کومه پیښه چې د غزې د جګړه سبب شوه چې اوس یې شپږمه میاشت ده.

حماس د اکتوبر په اوومه، شاوخوا ۲۵۰ اسرائیليان او بهرنيان یرغمل کړل، او اسرائیل باور لري چې شاوخوا ۱۳۰ یې په غزه کې پاتې دي او لږ تر لږه ۳۲ وژل شوي.

پر اسرائیل د حماس د برید په نتیجه د اسرائیل د شمیرو له مخې چې فرانس پرس اژانس لیدلي شاوخوا ۱۱۶۰ کسان ووژل شول، چې اکثر یې ملکي وګړي وو.

په غزه کې د حماس د روغتیا وزارت په وینا، د حماس د له منځه وړلو لپاره د اسرائیل د غچ اخیستنې پوځي کمپاین کې لږترلږه ۳۱۶۴۵ فلسطینیان وژل شوي چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي.

د یکشنبې په ورځ په بیت المقدس کې، شولتز د اسرائیل او فلسطین د شخړې د حل لپاره د "دوه دولتونو د خبرو اترو" غوښتنه وکړه او ویې ویل چې "ترهګري یوازې په پوځي لارو ماتیدای نه شي. "

د یکشنبې په ورځ، نتنیاهو وویل چې اسرائیلي سرتیري به د غزې په سویل رفح کې یو پلان شوی ځمکني برید تعقیب کړي. د نتنیاهو دغو څرګندونو پداسې حال کې د ډله ایزو ملکي مرګ ژوبلې ویره رامینځته کړې، چې د غزې اکثریت خلکو هلته پناه اخیستې ده.

شولتز اندیښنه څرګنده کړه چې دغه پوځي کمپاین به د ملکي خلکو لپاره څه معنا ولري: هغه وویل: "پوځي منطق یو انتخاب دی، خو یو بشردوستانه منطق هم شته. له یو نیم میلیون څخه زیات خلک باید څنګه خوندي شي؟ دوی باید چیرته لاړ شي؟"

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG