مظاهره کونکو پر ولسمشرغږوکړ چې د اقلیم د بدلون په اړه دې د پخواني جمهوریس براک اوباما پالیسو ته ادامه ورکړي.
په زرگونه کسان د شنبې په ورځ په سیمه ایز وخت د غرمې پر مهال د امریکا د کانگرس د ماڼۍ څخه تر سپنه ماڼۍ پوري په چمن کې راغونډ شوي ول.
ددغو خلکو مارش د ولسمشر ټرمپ د حکومت د سل ورځو د پوره کیدیو سره سمون وخوړ.
د رویټرس خبري اژانس ریپوټ ورکوي چې په یادشوي مارش کې شاه خوا ١٥٠٠٠ کسانو برخه اخیستې وه. تیره اونۍ هم تقریبا عین کسانو دساینس په اړه مارش وکړ او د ولسمشر ټرمپ څخه یې وغوښتل چې د اقلیم د بدلون موضوع ته په جدي سترګه وګوري.
زیاتره مظاهر ه کونکو وویل چې دوی په دې غوسه دي چې ډونالد ټرمپ ویلې چې دی به د پخواني ډیموکراټ ولسمشر براک اوباما د چاپریال ساتنې په برخه کې چې کوم اقدامات کړي و، هغه به ختم کړي.
د ټرمپ حکومت په پام کې لري چې د پاریس د موافقه څخه چې موخه یې د نړۍ د تاودوخي د زیاتیدو مخه نیول دي راووځي. دغه موافقه د ١٩٠ څخه زیاتو هیوادونو چې د امریکا متحده ایالات هم پکشي شامل دي، لاسلیک کړې ده.
ټرمپ دا وړاندیز هم کړی چې د امریکا د چاپیریال ساتنې د ادارې بودیجه به هم ډیر زیاته کمه کړي او دغه راز د چاپیریال ډیر زیات مقرارت به ختم کړي.
لیو ووډبیری چې جنوبی کارولینا ایالت د فلورینس ښار اوسیدونکې ده، د مارش له مخې په یوه خبري کانفرنس کې خبري کولې داسې یې وویل،، موږ به راپورته کیږو،او دوي دې په دې خبر وي چې موږ نور ستومانه او ناروغه شوي و چې خپل ماشومان وینو چې د سالنډۍ د ناروغی له وجي مري.،،
هغې زیاته کړه،،، موږ نور ستړي او ناروغه شوي یو چې خپل خلگ ووینو چې د سکرو د ایرو او دوگې له وجې د سرطان په مرض اخته کیږي. دغه راز موږ د بحر د ابو د کچې د لوړیدو له وجی هم ستومانه شوي یوو ،،.
د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال ښاغلي ټرمپ د اقلیم بدلون یوه دسیسه بللې وه. هغه تیره میاشت خپله هغه ژمنه چې د سکرو د صنعت مربوط خلکو سره یې کړي وه پر ځاي کړه او د اوباما حکومت په وخت کې د اقلیم د بدلون له وجې پر دغه صنعت چې کوم مقرارت ایښودل شوي و،هغه یی ختم کړل.
ټوم میک گیټرک چې د بریښناانجینر دی او د فلوریډا ایالت څخه په مارش کې د گډون دپاره راغلی و، ویې وویل چې دهغه مهمه اندیښنه د امریکا د چاپیریال ساتنې اداري کمزروه کول دي.
د مارش تنظیم کونکو رویټرز خبري آژانس ته ویل چې د شنبي د ورځې مارش د هغي هڅي یوه برخه ده چې د هغو کاندیدانو ملاتړ وکړل شي چې د چاپریال ساتنې کلکه سابقه لري او د راتلونکې کال د منځنۍ دورې په انتخاباتو کې او د ٢٠٢٠ کال د جمهوري ریاست د مقام دپاره په انتخاباتو کې دریږي.
د ټرمپ د حکومت استازو ددی مظاهري په اړه سمدستې کومه تبصره نه ده کړې.