د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د اسلام اباد ادعا بې اساسه ده، د پاکستان خاوره د افغانستان پرخلاف کارول کیږي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې د پاکستان د پوځ هغه ادعا په کلکه رده کړې چې ویلي دي، ددغه هیواد د خیبرپښتونخوا ایالت کې د روان ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې پر چینايي انجینرانو باندې تروریستي برید په افغانستان کې پلان شوی وو.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د سه شنبې د ورځې ناوخته مۍ اووم (ثور۱۸) په یوه اعلامیه کې د پاکستان د پوځ دا څرګندونې بې مسوولیته او له حقیقت څخه لیرې ادعاوې بللي او تور یې لګولی چې د داعش وسله وال د پاکستان خاوره د افغانستان په خلاف کاروي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: " د خیبرپښتونخوا په یوه داسې سیمه کې چې د پاکستان د پوځ تر کلک امنیتي پوښښ لاندې ده د چینايي اتباعو وژل کیدل د پاکستان د امنیتي ارګانونو کمزوري اویا هم له حمله کوونکو سره همکاري په ډاکه کوي چې په دواړو صورتونو کې یې مسوولیت د پاکستان حکومت ته متوجه دی".

په دغه اعلامیه کې د دا ډول پیښو د پړې ګوته افغانستان ته نیول د موضوع د حقیقت څخه د توجه د اړولو ناکامه هڅه بللې او رد شوې ده.

د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ مۍ اوومه (ثور۱۸) وویل چې د روان ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د بشام په سیمه کې پر چینايي انجینرانو باندې برید په افغانستان کې پلان شوی و او بریدګر هم افغان و.

د پاکستان پوځ ویاند جنرال احمد شریف خبریالانو ته وویل: " د برید په افغانستان کې پلان شوی و، په برید کې کارول شوی موټر هم په افغانستان کې چمتو کړل شوی و او ځانمرګی هم افغان و".

پاکستان کې د مارچ د میاشتې ۲۶ (وري اووم) برید کې یو ځانمرګي بریدګر د چینايي انجینرانو په موټر مخ ته ځان والوځوه او پنځه چینايي انجینران او د هغوی پاکستانی موټر چلوونکی یې ووژل. دغو انجینرانو د پاکستان په شمال لویدیځ کې د اوبو د بند په یوې پروژې کې کار کوه.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت په دغه اعلامیه کې پر اسلام اباد باندې د افغانستان پر خلاف د پاکستان د خاورې د کارولو تورهم لګولی دی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: " مونږ د داعش د خوارجو ګڼ موارد لرو چې د پاکستان له خاورې څخه افغانستان ته راوښتي، د هغوی خاوره زمونږ پر ضد کارول شوې او پیښې له هغه هیواد څخه تنظیم کیږي چې پاکستان یې باید په اړه ځواب ووايي".

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویلي چې د خپلې خوا یې چین ته په دې اړه ډاډ ورکړی او هغوی هم په دې حقیقت پوه شوي چې افغانان په داسې موضوعاتو کې ښکیل نه دي.

پاکستان ملکي او نظامي چارواکو په دې وروستیو کې په پرله پسې ډول ددغه هیواد په ناامنیو کې طالبانو د حکومت د ځینو کړیو لاس لرلو ته اشاره کړې او ویلي دي چې د طالبانو په حکومت کې ځینې کړۍ شته چې د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" وسله والې ډلې څخه ملاتړ کوي.

د طالبانو حکومت هم د اسلام اباد دا ډول ادعاوې په پرله پسې توګه ردې کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG