د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني وايي چې هېواد یې د چاپیریال ساتنې او ایکو سیستم له پلوه د نورو هېوادونو په پرتله له زیاتو جدي ګواښونو سره مخ دی.
ښاغلي غني د چاپیریال ساتنې د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو ویډیويي پیغام کې ویلي چې د چاپیریال ککړتیا او له طبیعي سرچینو څخه ناپایدارې استفادې د انسانانو، حیواناتو او نباتاتو ژوند له جدي ګواښونو سره مخ کړی دی.
جمهور رئیس غني ویلي: "د نړیوالو شمېرو په اساس چې په ۲۰۲۰ کال کې د چاپیریال ساتنې د احتمالي ګواښونو په اړه ثبت شوي، افغانستان د نړۍ د ټولو هېوادونو په پرتله د ایکولوژیک له زیاتو ګواښونو سره مخ دی او په عین حال کې څلورم هېواد دی چې د اقلیمي بدلون له پلوه جدي ګواښ سره مخ دی".
د افغانستان جمهور رئیس وویل چې د د زیانونو د کچې د راټیټولو او د چاپیریال د ساتنې لپاره باید ټولنیز تحرک زیات شي او په دې برخه کې مبارزه لا ګړندۍ شي.
هغه وویل چې د چاپیریال ساتنې د قانون په اساس د افغانستان د چاپیریال ساتنې اداره مکلفه ده چې د نورو اړوندو ادارو په همکارۍ د ایکوسیستم د بیا پیاوړتیا په برخه کې عملي پروګرامونه په پام کې ونیسي.
ښاغلي غني په ۱۳ ولایتونو کې د خوندي شویو سیمو اعلان د ایکوسیستم د پیاوړتیا په برخه کې یو لوی ګام وباله چې په وینا یې نه یوازې به د بزګرانو په اقتصاد مثبتې اغیزې وکړي بلکې د چاپیریال ساتنې او د ایکوسیستم د پیاوړي کېدو لامل شي.
د افغانستان جمهور رئیس وویل چې حکومت یې د ځنګلونو ساتنې او د ونو د پرې کولو مخنیوي ته ژمن دی او له همدې امله یې سږکال ۳۰ میلیونه نیالګي په ټول افغانستان کې کېنولي دي.
د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي ادارې هم د جګړو او ناامنیو سربېره د هوا، اوبو او خاورې ککړتیا، اقلیمي بدلون، د شنو سیمو او طبیعي سرچینو تخریب، د پلاستیکو کارول او په غیرپلاني ډول د ښارونو او کلیو پراختیا په افغانستان کې د چاپیریال ساتنې په وړاندې تر ټولو جدي ستونزو په توګه یادې کړې دي.