د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د چاپېریال د ککړتیا لامل څه دی؟


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د جون پیځمه د چاپېریال نړیواله ورځ نمانځل کیږي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي چې د نړۍ یو شمېر هېوادونو تر څنګ افغانستان هم د چاپېریال ساتنې له لویو ګواښونو سره مخ دی.

د دغې ادارې اطلاعاتو او اړیکو مشر قاسم رحیمي نن شنبه جون پنځمه (غبرګولي ۱۵) امریکا غږ ته وویل: "د جګړو او ناامنیو سره سره د اقلیمي بدلون، د ښارونو غیر پلان شوې ودې، د شنو سیمو د ویجاړېدو، د هوا ککړتیا، غږیزې ککړتیا او داسې نورو ګواښونو سره مخ یو چې زموږ چاپېریال یې د جدي ګواښ سره مخ کړی."

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د معلوماتو په بنسټ افغانستان کې د چاپېریال او طبیعي سرچینو د ویجاړتیا یو عمده لامل د خلکو د عامه پوهاوي د کچې ټیټوالی دی.

یاده اداره وايي چې خلک د چاپیریالي موضوعاتو د ارزښت په اړه پوهاوی او ورته په کافي توګه درناوی نلري.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې د چاپیریال په برخې کې د ګواښونو مخنیوی او شنډول په ټولیزه توګه زیار غواړي.

هغه وویل: "یوازې دولت نه بلکې د ټولنې هر غړی، د دین عالمان، رسنۍ، خصوصي سکټور، ملي سوداګر او نور ټول باید په دې برخې کې خپل مسولیت سر ته ورسوي."

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په وینا سږ کال د ملګرو ملتونو له خوا د چاپېریال نړیوالې ورځې لپاره (د ایکوسیستم د بیارغولو لپاره هڅه) عنوان ټاکل شوې چې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې به ونمانځل شي.

XS
SM
MD
LG