د لاس رسي وړ اتصالات

هند د کرکټ نړیوال جام کې خپله نهمه لوبه هم وګټله، لومړی سیمې فاینل د نومبر په ۱۵ دی


هند په نهو لوبو کې یې یوه هم ونه بایلله.
هند په نهو لوبو کې یې یوه هم ونه بایلله.

د کرکټ د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام لومړۍ مرحله د هند په نهم پرلپسې بري سره پای ته ورسېده.

په لومړۍ مرحلې کې د افغانستان په ګډون د نړیوال جام ټولو لسو لوبډلې نهه-نهه لوبې وکړې، افغانستان څلور لوبې وګټلې.

د یکشنبې په ورځ نومبر ۱۲ (لړم ۲۱) د هند په بنګلور کې هند هالنډ ته د ۴۱۱ منډو هدف وټاکه.

دهند په لوبډلې کې شرییاس او راهول سلیزې وکړې او دریو نورو لوبغاړو یې پنځوسیزې وکړې.

د هالنډ ټوله لوبډله په ۲۵۰ منډو اوټ شوه او هند د ۱۶۰ منډوپه توپیر خپله نهمه پرلپسې لوبه هم وګټله. د لوبې غوره لوبغاړی د هند شرییاس شو. ده په ۹۴ توپونو ۱۲۸ منډې وکړې او تر پایه پورې اوټ نشو.

نیمه پایلوبې

د روان نړیوال جام د لومړۍ مرحلې په اختتام سره څلور لوبډلې نیمه پایلوبې یا سیمې فاینل ته ووتلې.

په کوربه هند سربېره، استرالیا، جنوبي افریقا او نیوزلنډ به په سیمې فاینل کې لوبېږي.

نیوزلنډ په ۲۰۱۹ کال کې په انګلنډ کې هم د نړیوالو لوبو نیمه پایلوبې ته وتلی و، خو انګلنډ اتلولي وګټله.

انګلنډ د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې په اووم مقام راغی. انګلنډ په خپلې وروستۍ لوبې کې تېره ورځ پاکستان ته ماتې ورکړه.

لومړۍ نیمه پایلوبه به د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۵ نېټه د ممبۍ په ښار کې د هند او نیوزلنډ ترمنځ وي.

دویمه نیمه پایلوبه به د پنجشنبې په ورځ په کولکته کې د استرالیا او جنوبي افریقا ترمنځ وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG