د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان: د ښځو په وړاندې د خشونت د منع له کنوانسیون نه وتل په شا تګ ندی


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پنجشنبې په ورځ جولای اول (چنګاښ ۱۰) د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د منع د کنوانسیون څخه د ترکیې له وتلو دفاع وکړه؛ هغه تصمیم چې د زیات شمیر ترکانو او د ترکیې د غربي متحدینو له لورې محکوم شوی.

ښاغلي اردوغان چې د استانبول د کنوانسیون لپاره یې بدیل وړاندې کاوه وویل: "ځنې کړۍ هڅه کوي چې د استانبول له کنوانسیون څخه زمونږ وتل د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په ضد مبارزې کې یو ګام شاته تګ وښیي."

خو زیاته یې کړه: "د استانبول د کنوانسیون په ضد مبارزه نده پیل شوې او ددې تړون نه په وتلو به ختمه نشي."

دغه کنوانسیون چې ۴۵ هیوادونو او اروپایي اتحادیې په ۲.۱۱ کې په استامبول کې لاس لیک کړ، حکومتونه پدې مکلف کوي چې کورني تاوتریخوالي، ناوړه استفادې، جنسي تیریو او د نجونو ختنه کولو ته د پای د ټکي ایښولو لپاره قوانین جوړ کړي.

رجب طیب اردوغان، د مارچ په ۲۰ (کب ۳۰) ددې کنوانسیون نه د وتلو لپاره خپل تصمیم اعلان کړ، چې د څارونکو په اند د هغه د محافظه کاره ګوند لپاره ښه خبر ګڼل کیده.

د اردوغان د ګوند غړو تل ویلي وو چې دغه کنوانسیون د کورنیو د بنسټ د پایښت په وړاندې ګواښ دی.

د ښاغلي اردوغان دفتر ویلي چې ددې تړون نه وتل "په هیڅ وجه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په مخنیوي کې د کوم قانون نه سرغړونه او د هغه پر ضد عمل سبب نشي ".

ددې تړون نه وتلو د امریکا د متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې له لورې د محکومیت سبب شوي او منتقدین پدې باور دي چې دغه تصمیم ترکیه په اروپایي ټولنه کې له غړي کیدو څخه یو ګام نوره هم لرې کوي.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د ترکیې دغه تصمیم د خپګان وړ خبره ګڼلې او ویلي یې دي: "دغه (تصمیم) د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د بندیدو د نړیوال غورځنګ لپاره یو شاته ناخواله کوونکی ګام دی."

پدې ترځڅ کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیشنرې میشل بچلیت، هم څه موده مخکې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د منع له کنوانسیون نه د ترکیې وتل باندې ناخوښي څرګنده کړې وه او دغه اقدام یې شا ته تګ ګڼلی و.

نن هم په زرګونو کسانو د ښاغلي اردوغان ددغه تصمیم په اعتراض کې په ټوله ترکیه کې پداسې حال کې اعتراضونه وکړل چې د ښځو وژنې په دې هیواد کې زیاتې شوي. له بلې خوا ددې تصمیم د ځنډولو لپاره د ترکیې د یوې محکمې درخواست هم رد شو.

XS
SM
MD
LG