د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان د لوړې مراسمو کې: ټولو هیوادوالو ته په 'بې طرفۍ' خدمت کوم 


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

رجب طیب اردوغان چې د شنبې په ورځ جون دریمه (غبرګولي ۱۳) د ترکیې د ولسمشر په توګه د دریم ځل لپاره لوړه وکړه، وویل چې دی به د خپل هیواد ټولو خلکو ته به په 'بې پرې توګه' خدمت وکړي.

اردوغان د مې په ۲۸مه د ترکیې د ولسمشرۍ دوهم پړاو ټاکنې د ۵۲،۱۸ سلنه رایو په ګټلو سره وګټلې. د ترکیې په پلازمینه انقره کې د شنبې د ورځې د لوړې په مراسمو کې د لسګونو هیوادونو مشرانو برخه اخیستې وه.


اردوغان د لوړې په مراسمو كې وويل: "زه د ولسمشر په توګه د تركيې د ستر ملت په وړاندې په خپل عزت او شرافت سوګند كوم چې ... په خپل ټول توان سره به د هېواد د شتون او خپلواکۍ د ساتنې لپاره هڅه وكړم...او خپله وظیفه به په بې پرې توګه ترسره کړم."

ښاغلي اردوغان د لوړې مراسمو په ترڅ کې دا ژمنه هم وکړه چې د قانون له حاکمیت او د سیکولر جمهوریت له اصولو څخه چې یوه پیړۍ مخکې د مصطفی کمال اتاترک له خوا تاسیس شوی، انحراف ونه کړم.


اردوغان د مې دپه ۱۴ د ټاکنو په لومړي پړاو کې ۴۹،۵ سلنه رایې وګټلې، او د ۵۰ سلنه اکثریت رایو په ګټلو کې پاتې راغی. خو د اردوغان د "عدالت او پراختیا" ګوند په مشرۍ ایتلاف په پارلمان کې د اکثریت څوکیو په ګټلو بریالی شو.

کمال قیلیچداراوغلو د ترکیې د ولسمشرۍ په دویم پړاو ټاکنو کې د اردوغان سیال و، چې ۴۷،۸۲ سلنه رایې یې وګټلې. قلیچدار اوغلو د اردوغان د بریا د اعلان په غبرګون کې وویل چې د هغه هېواد د ټاکنو دویم پړاو "غیر منصفانه" و.

د ترکیې د ولسمشریزو ټاکنو د لومړي پړاو د ترسره کیدو مخکې اردوغان د خپل هیواد د اقتصادي کړکیچ او د یوې سختې زلزلې په وجه د رامنځته شوي بحران د مدیریت له امله چې په هغه هیواد کې د څه دپاسه ۵۰ زرو تنو د وژل کیدو لامل شو د بحران د مدیریت له امله د خپلو سیاسي مخالفینو لخوا تر فشار لاندې و.

اردوغان، چې د ترکیې تر ټولو اوږدمهاله مشر دی، د ولسمشرۍ په دریمه دوره کې د بیړنیو ستونزو سره مخامخ دی چې په کې اقتصادي ستونزې او له لویدیځ سره کړکیچ شامل دي.

XS
SM
MD
LG