د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې د ولسمشرۍ دوهم پړاو ټاکنو کې اردوغان مخکښ کاندید ګڼل کیږي - شنونکي


رجب طیب اردوغان، د ترکیې ولسمشر
رجب طیب اردوغان، د ترکیې ولسمشر

د ترکیې سیاسي شنونکي وايي، په دغه هېواد کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د دوهم پړاو په درشل کې ددغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان مخکښ نوماند ګڼل کېږي.

د اردوغان او کمال قلیچداراوغلو ترمنځ د دوهم پړاو ټاکنې د یکشنبې په ورځ مۍ ۲۸ (غبرګولي اوومه) ترسره کېږي.

د مې په ۱۴مه په لومړي پړاو ټاکنو کې اردوغان د ولسمشرۍ د ټاکنو ۴۹.۵ سلنه رایې وګټلې خو د ۵۰ سلنه اکثریت په پوره کولو کې پاتې راغی. د اردوغان د "عدالت او پرمختګ" ګوند په مشرۍ ایتلاف وتوانېد چې په پارلمان کې اکثریت څوکۍ وګټي.

د نظرپوښتنې د یوې ادارې مشر، کان سیلچوکي، وايي دا "په دوهم پړاو ټاکنو کې د نوموړي د بریا لپاره د هڅونې دوه ډېر مهم ټکي دي." نوموړی زیاتوي چې قلیچداراوغلو هڅه کوي چې خپل ملاتړي وهڅوي او د ملتپالو رایه ورکووونکو ملاتړ ترلاسه کړي. قلیچداراوغلو په لومړي پړاو ټاکنو کې څه کم ۴۵ سلنه رایې وګټلې.

د ولسمشرۍ په لومړي پړاو ټاکنو کې سختدریځي ملتپال نوماند سینان اوغان نږدې پنځه سلنه رایې وګټلې. هغه په دوهم پړاو ټاکنو کې د اردوغان ملاتړ اعلان کړی دی.

شنونکي وايي که قلیچداراوغلو د ملتپالو رایه ورکوونکو د ملاتړ په ترلاسه کولو وتوانېږي، د یکشنبې په ټاکنو کې یې د بري څه ناڅه امکان شته.

شنونکي وايي، قلیچداراوغلو اوس هڅه کوي چې د ملتپالنې له احساساتو څخه ګټه واخلي او د لومړي پړاو د ټاکنو راهیسې د میلیونونو سوریايي کډوالو د شړلو پر ژمنه ټینګار کوي. هغه د سیاسي پاملرنې د جلبولو په موخه په یوټیوب کې د خلکو پوښتنو ته ځوابونه وایي.

د بروکینګز بنسټ څېړونکې اصلي ایډینټاسباس وايي، قلیچداراوغلو د ملتپالو د پام جلبولو دپاره وروستۍ هلې ځلې کوي. ایډینټاسباس وویل: "په همدې خاطر نوموړی په دې برخه کې یوڅه نور هم مخکې ځي. خو ستونزه دا ده چې دا اقدامات خطرناک دي. په ځانګړي ډول، کله چې دا چټک بدلونونه په وروستیو شېبو کې رامنځ ته کېږي."

د قلیچداراوغلو لپاره بله ننګونه د پارلماني ټاکنو په پایلو کې د اردوغان د "عدالت او پرمختګ" ګوند په مشرۍ د ایتلاف د مطلق اکثریت ګټل و. د شنونکو په باور، دا ددې ښکارندويي کوي چې رایه ورکوونکي غواړي چې په ترکیه کې اوسنی وضعیت دوام وکړي.

د اروغان اپوزیسیون د ترکیې په سیاست کې د انډول رامنځته کېدو ملاتړ کوي. خو کان سیلچوکي وايي: "موږ په پخوا کې ډېر ځله لیدلي چې ترکي رایه ورکوونکي د انډول په پرتله تداوم ته لومړیتوب ورکوي."

د چارو شنونکی اټېلا یسیلاډا وايي، دا پوښتنه چې د اردوغان بیا بریاليتوب د ترکیې د خلکو او د هغوی د اولادونو د راتلونکې لپاره په څه مانا دی، "په دې هکله فکر ښايي خلک مجبور کړي چې د قلیچداراوغلو په هکله شکونه او له هغه شکایتونه یوې خوا ته پرېږدي او خپلې رایې وکاروي." د نوموړي په نظر، دا یوازنی عامل دی چې واقعیتونه بدلولای شي.

په داسې حال کې چې په ترکیه کې سیاسي اوضاع د اردوغان په ګټه معلومېږي، شنونکي وايي چې قلیچداراوغلو په وروستیو شېبو کې د خپل ملاتړ د پراخولو دپاره د عاجلې لارې چارې موندلو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG